تاند- پاکستان د افغانستان د راتلونکې په اړه د کورنۍ جګړې د تشدد او د سولې د خبرو د ناکامېدو اټکل کوي.

 پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اټکلونو له مخې وايي چې طالبان او امریکایان موافقې ته نه رسېږي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼې نن /دوشنبه/ لیکلي، د افغانستان د راتلونکې په اړه د پاکستان هراړخیزه داخلي ارزونه ښيي چې ګاونډی هیواد افغانستان یو وار بیا په کورنۍ جګړه کې سوځي ځکه چې د طالبانو او امریکایانو روانې خبرې نتیجې ته نه رسېږي.

پاکستان د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د روانو خبرو له جریان څخه لومړی لاس معلومات لري او تر دې وړاندې چې د دغو خبرو ځینې جزییات خلیلزاد یا طالبان څرګند کړي، پاکستاني چارواکو اعلان کړي دي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او د نن له یو ورځینۍ وقفې وروسته سبا بیا پیلېږي.

ډیلي ټایمز د افغانستان د مشورتي لویې جرګې له لوري د اوربند او سولې د غوښتنې او د ولسمشر غني له لوري د ۱۷۵ طالب بندیانو د خوشي کولو او د روژې په میاشت کې د مشروط اوربند اعلان هیله بخښونکي بللي خو وايي چې د پاکستان خپله ارزونه د افغانستان غمجن تصور ښيي.

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي، چې د افغانستان د چارو د ټیم غړی دی، او نه یې غوښتل چې نوم یې څرګند کړل شي، وویل«موږ نه غواړو چې بدبینه واوسو، خو عملاً شرایط ښيي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې چانس خورا کم دی چې د سولې سبب شي.»

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې هم د پاکستاني چارواکو په قول ویلي، د دوی ارزونه ښيي چې افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته روان دی.

د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو د طالبانو انکار او پر جګړې ټینګار او د افغانستان د سیاستوالو خپلمنځي اختلافات هغه عوامل بلل شوي چې افغانستان به د کورنۍ جګړې لور ته بوځي.

2 thoughts on “د افغانستان په اړه د پاکستان بدبینانه اټکل- د سولې خبرې ناکامېږي”
  1. طالب د پاکستان د لاس آله ده. چي پاکستان ونه غواړي طالب هیڅ نه شي کولی
    دا چې پاکستان داسې وړاندې وینې کوي، دا د هغوی د پلان په اساس دي کوم اټکل نه دي. هغوی دقیق خبره کوي.
    وایي چې طالبه بچیه ته سوله نه شې کولي

ځواب دلته پرېږدئ