د حنیف اتمر په مشرۍ اسلام اباد ته د افغان پلاوي وروستي سفر ځینې امیدونه زېږولي دي. که څه هم اکثره افغان صاحب نظران په دې اند دي چې پاکستان صادق نه دی او یوازې د نړیوال فشار د کمولو لپاره کله کله داسې ښیي چې په افغانستان کې سوله غواړي، مګر داسې نخښې هم زیاتې دي چې د پاکستان د افغان پالیسي د بدلیدو امکان ورسره غوټه دی.
په تیرو کابو څلویښت کلونو کې چې افغانستان کې جګړه روانه ده، پاکستان له لویدیځ او په تیره بیا امریکا څخه په میلیاردنو ډالر تر لاسه کړي دي.
خو اوس چې ټرمپ په پاکستان باندې اکثره مرستې بندې کړې دي او دا خطر هم شته چې د همکاري نه کولو په صورت کې له بندیزونو سره مخامخ شي، نو پاکستان ممکن ځان مجبور ویني چې په خپله افغان پالیسي کې تجدید نظر وکړي.
په دې سربیره د پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستان له بیخي نوي مشکل سره مخامخ کړی دی. د پښتون غورځنګ مشران د محمود خان اڅکزي او اسفندیار ولي خان برخلاف د پاکستان د پوځ په مقابل کې شف شف نه کوي، بلکې برالا ورته وایي چې د تروریزم او طالبانو په حمایت کې یې لاس دی. له بلې خوا، پښتون غورځنک کې دومره زور شته چې ان په کراچۍ او لاهور کې هم د زرګونو کسانو لویې غونډې جوړې کړي. دغه وضعیت هم پاکستان ویرولی او د افغان پالیسي په برخه کې یې ممکن بیا کتنې ته اړایستلی وي.
د ایران په مقابل کې د ټرمپ نویو بندیزونو پاکستان ته یو بل زنګ خطر دی. د امریکا له نویو بندیزونو سره انرژي ته تږی پاکستان یو ځل بیا د ترکمنستان د ګازو په اهمیت باندې تاکید ته اړایستل کیږي.
له بلې خوا د امریکا له بندیزونو سره د مقابلې لپاره ایران غواړي چې له طالبانو استفاده وکړي. د فراه جنګ او په میوند ولسوالي کې د ټاپي پروژې د ماین پاکانو وژل، تر ډیره حده د ایراني طالبانو کار ګڼل کیږي. د امریکا او ایران تر منځ د روابطو د خرابیدو په نتیجه کې به ایران نور هم د طالبانو وسیلې ته مخه کړي او د دې شي یوه مانا دا ده چې طالبان به ورو ورو د پاکستان له انحصاره ووځي.
له ځینو راپورونو سره سم اوس هم د ځینو طالب مشرانو کورونه په مشهد کې دي. نو په داسې حال کې چې له یوې خوا طالب د ایران لمن ته لویږي او له بلې خوا داعش د طالب ځای نیسی، پاکستان دا ممکن په ګټه ونه ګڼي چې د طالب جنګ ادامه ومومي.
د طالب د جنګ ادامه هغه وخت د پاکستان په ګټه ده چې پاکستان ته له تروریزم سره د مقابلې په نوم د کال میلیاردونو ډالر راروان وي او طالب هم یوه داسې پروژه وي چې پاکستان ته یې د ضرورت په وخت کې ختمول اسانه کار وي. خو که په افغانستان کې د جنګ د اوږدېدو په نتیجه کې نورې بې کنټروله ډلې راپیدا کیږي او هم طالب ورو ورو د بل چا لمن ته لویږي، او هم د لویدیځ د مرستو ځای د هغو ګیلې ماڼې او ان جدي مخالفتونه او د بندیز خطرونه نیسي، نو بیا به د پاکستان دا په ګټه وي چې طالب خبرو ته کېنوي.
له بلې خوا طالب هم خپله ګټه شاید په دې کې وویني چې جنګ ته تر نامعلوم وخته پورې ادامه ورنکړي. ځکه د جنګ له اوږدیدو سره د طالبانو لپاره څلور خطرونه موجود دي: یو دا چې د لا زیاتو خونریزیو اخلاقي مسولیت به لا زیات د طالب په اوږو باندې ولویږي. بل دا چې د څو ډلې کیدو امکان یې زیاتیږي. دریم دا چې دا خطر زیاتیږي چې د دوی ځای تر دوی افراطي کسان ، مثلا داعش ونیسي او بالاخره د جنګ په اوږدېدو سره د طالب مشرانو د له منځه وړلو امکان زیاتیږي. امریکا په دې پوهیږي چې د طالب یو مخ ختمول ورته سخته دي خو د هغوی د قومندانانو، مشرانو او سرګروپانو ختمول ورته ناشوني نه دي او همدا اوس امریکا تر ډیره حده همدا کار کوي. د دې پالیسي په نتیجه کې به طالبان بې سره بدن ته ورته شي.
دغه ټولو دلایلو ته په پام سره ویلای شو چې د افغانستان په اړه ممکن د پاکستان پالیسي د بدلیدو په حال کې وي.