د پاکستان نوي لومړي وزیر هېواد ته یې د ولسمشرکرزي د شلم سفرپه درشل کې اعلان کړی،چې د افغانستان په اړه د خپل او ورتېرو حکومتونو له تګلارې ناخوښه دی.
له نوازشریف څخه د دې خبرې د اوریدو توقع به ډېرو افغانانو نه لرله،چې د پاکستان د واکمن لومړي وزیر په توګه د افغانستان پروړاندې د خپل هېواد تګلاره نقد او پکې د بدلون غوښتنه وکړي.
ده پورې دا خبره ډېره منسوبیږي،چې د واکمنۍ د یوې تېرې دورې لویه لاسته راوړنه یې د افغانستان د منظم او پیاوړي پوځ نابودل پاکستان ته خپل ترټولو لوی خدمت ګڼلی و.
جل وهلی ناروغ
د نوازشریف پروروستیو څرګندونو باور په اسانۍ سره باورځکه نه شي کېدای،چې د افغانستان په اړه له څو لسیزوراهیسې د پاکستان دښمنانه دریځ د دې هېواد د شوق او علاقې پرځای یوه مهمه اړتیا او ښايي ووایو،مجبوریت دی.
که پاکستان د افغانستان په سرګردانولو او ځپلو کې ځان او خپل خور ور قوت مصروف نه کړي،امکان لري چې د ملت کیدو له چانس او معیارسره نابرابرجوړښت یې ټوټه،ټوټه او له منځه لاړشي.
پاکستان په افغانستان کې له اقتصادي او سیاسي ګټو نیولې په هره برخه کې د پام وړ ګټې او هدفونه لري،دې هېواد ته افغانستان له څو لسیزو راهیسې یوه مړکیدونکي جل وهلي ته د اوبو حیثیت غوره کړی،له دې کبله که نوازشریف په واقعیت سره وغواړي،چې د هېواد تګلاره یې د افغانستان پروړاندې بدله شي او احیاناً دا کاریې په وس کې وي،نو یوځل په سمدستي ډول د دې هیلې پوره کیدل له توقع څخه لرې خبره ده.
د بدلیدو مجبوریت
د دې خبرو د پام کې نیولو ترڅنګ دا به هم مناسبه نه وي،چې یو مخ پاکستان د هرډول بدلون له امکانه وتی وګڼو،په پاکستان کې د خپل لاس تولیدې ترهګرۍ زیاتیدونکي او ګواښونکي زیانونه د هغو عواملو په سرکې راځي،چې دا هېواد د افغانستان پروړاندې د خپلو غلطو،ناکارو او له زړه بداوي ډکو سیاستونو بدلونو ته مجبور او وهڅوي.
خو دا مجبوري او ضروري بدلون یوځل سمدستي ممکنه نه ده،د پاکستان دغه حالت د افغان دولت او ملاتړو ترمنځ یې د دغه هېواد له اوسنيو ظاهري ښو نښو نښانو څخه په ماهرانه ډول مثبتو استفادو پورې هم اړه لري.
که د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې په رېښتیا د پاکستان له شره د افغانانو ژغورل غواړي،پردوی هم ډېرمسولیتونه باریږي،چې باید په روښانه،مسولانه او مخلصانه ډول یې ترسره کړي.
د ورځې د نرخ سیاست
د پاکستان پروړاندې د دغو دوو اړخونو او حتی په کوردننه په افغانستان کې د سیاسي کړیو ګونګ او د بازار په نرخ چلیدونکی دریځ د مثبت اغېزپرځای په وروستیو کلونو کې بیا،بیا پاکستان او د افغانستان په چارو کې نور مداخله کوونکي اړخونه تشویق کړي،چې خپلو هڅو ته زور ورکړي او له دغو بې ثباتو او بې تفاوتو لورو څخه خو کله پخپله ګټه د یوې وسیلې په توګه هم کارواخلي.
دافغانستان دولت پاکستان ته د ولسمشرکرزي د شلم سفرپه درشل کې د نوازشریف وروستیو څرګندونو سره هم مهاله،چې خامخا د یوه مثبت پیغام د ورکولو په هدف شوي دي،خورا مسول دی،څو لومړی له پاکستان سره د خپلو ستونزو اصلي دلایل په مشخص ډول د دې هېواد چارواکو سره مطرح او د حل لارې لپاره یې څرګند وړاندیزونه او د بحث وړتیا ولري.
ترهغې،چې افغان دولت په کوردننه او بیا له خپلو نړیوالو او نورو ملاتړو سره د پاکستان په اړه روښانه تعریف،هدف او تګلاره ونه لري،د پاکستان د کم واکه او ملکي حکومت د مشرپه حیث د نوازشریف داسې خبرې که هرڅومره هم رېښتینې او له زړه نه وي،د پاکستان د بدلیدو او افغانستان ته د ثبات راوستو له ارمان سره مرسته نه شي کولای.