له کلونوراهیسې داخبره زبات ته رسیدلې ، چې انګریزپه نړۍ کې په سیاست ، چل ، فریب اودوکه کې ساری نه لری اوپاکستان هم دانګریز شاګرد ، تالی څټی اوپه سیمه کې ځای ناستی اوګمارل شوی جمبوری (دمداری شاګرد) دی .

په تیره اونۍ کې د امریکایی سناتورانویو پلاوی ، ددې لپاره چې دترهګرۍ پرضد دپاکستان دکړنوجاج واخلی اسلام آبادته ولاړ.

وروسته له دې چې په ځانګړې غوړه مالۍ سره له دې پلاوی نه هرکلی وشو ، هغوی یې دوزیرستان میرانشاه سیمې ته بوتلل او دسیمې هغه کورونه چې دې طالبانوله خواسوځیدلی وواویو څوسوړې چې هغه هم دافغانستان نه دورغلو(درون) الوتکوله خواموخه ګرځیدلې وې ، هغوی ته وروښودل  شوې اوپلاوی ته یې داسې څرګنده کړه چې [داکارونه موږدترهګرۍ په خلاف ترسره کړی ] او یوڅوپه بنداژپیچلی دپوځ کسان یې هم ورته په ګوته کړل چې ګواکې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ټپیان شوی.

خوامریکایی سناتورانودومره عقل نه درلود چې له هغو مدرسونه چې پکې زرګونه ترهګرروزل کیږی(حقانیه  ، حدیقة العلوم اوپه نوښارکې نورو مدرسو)نه هم لیدنه وکړی چې له آره د  ترهګرو ځالې دی .

سرچینه : دیلی میل پاکستانی ورځپاڼه

2 thoughts on “پاکستان بیا امریکه خپله خره کړه/ عبدالرووف لیوال”
  1. ځما په فکر پاکستانی سیاسی چارواکی ټول مداریان او په سیاسی چلونو اودوکو کی ډیر ماهره دی، کله چه امریکایی سناتوران او یا نور لوړ پولی چارواکی پاکستان ته ورشی، دیوی خوا خو غوړه مالی اوبوټ پاکی ورته کوی، اودبلی خوا دافغانستان په مورد کی ورته شاید ووایی، چه دا د افغانستان جګړه خپله افغانانو اوږده کړی ده، ځکه دوی په خپل مینځ کی په چوکیو نه جوړیږی، ټول وخت دچوکیو په مصروفیتونواوجنجالونو اخته دی، چه همدغه وجه ده چه دطالیبانوجګړه یزی حملی زیاتی شوی دی.

    دابه هم وای چه داځمونږ قصور نه دی، مونږپه پردی جنګ کی مداخله نشو کولای
    دغه مداریان به دا هم وای چه دملی یووالی حکومت څو سری حکومت دی، یو یی یوه فیصله کوی اوبل یی
    بله فیصله کوی، مونږ یی هم حیران کړی یاستو چه ددغه خلکو سره څه وکړو

    لنډه داچه پاکستانی مداری سیاستمداران غواړی چه دامریکایی سناتورانو اذهان دملی یووالی په حکومت کی ګډوډ کړی، اوهغه منفی نقطی ورپه ګوته کړی چه سناتوران په خپله خوا وڅرخوی

    خدای ج دی دغه مداریان دځمکی دمخ څخه ورک کړی

  2. د فکی ستان لپاره ډیر بامسما اسم یعنی جمبوری یا د مداری شاګرد غوره شویدی. له جمبوریانو سره همدا نوم ډیر زیب کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *