پاکستان د جوړښت له مخې د ټبرونو د یووالې پر بنسټ منځته نه دی راغلی، بلکې د انګریزانو د څو ګوډاګیانو د منحوثو آندونو پر بنسټ منځته راغلې، پوځ او استخباراتي کړۍ یې اداره کوي، د اوسیدونکو خیال او آند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، کومه ستراتیژې چې استخبارات جوړوي، هغه پلې کیږي او ملکې دولتونه یې هسې نمایشي بڼه لري او په دولتدارۍ کې هیڅ ځانګړی رول نه لوبوي.
په تیرو څلورو لسیزو کې دا څرګنده شوې چې د پاکستان د استخباراتو پالیسي په ګاونډیو هیوادونو کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د لاسوهنې او پټې جګړې پالیسې ده، چې دا پالیسې له تروریستي ډلو څخه په ګټې اخیستنې سره پر مخ وړي، دې ډلو ته پیسې، وسلې، پوځي تجهیزات، دوی او کورنیو ته یې خوندي ځایونه، روغتیایي خدمتونه او جګړه ئیز پلانونه برابروي، له نړیوالې ټولنې څخه تروریستي ډلو سره د مبارزې په پلمه په میلیاردونه ډالر تر لاسه کوي خو برعکس د مبارزې پر ځای له تروریستي ډلو سره مرسته کوي او په افغانستان د جګړو د دوام لپاره دا میلیاردونه ډالر په مصرف رسوي.
پاکستان چې د افغانستان د اوسني ولسمشر جلالتمآب ډاکټر محمداشرف غني د واضح او توندو سیاستونو پر وړاندې پر ګونډو کیدو دی او د نړیوالو په ځانکړې توګه د امریکا له سختو غبرګونونو سره مخ دی، تر دې چې نور د انزوا تر کرښو رسیږي، یو ځل بیا کوښښ کوي چې نړۍ او افغانستان ته په چل ورکولو سره دا لوبه وګټي، جنرال باجوه یوازې د همدې لوبې د پیل لپاره راغلی دی، که چیرې دوی رښتینې اوسي، نو د دې ټکي د معلومولو لپاره باید دوی ته هم هغه پخواني شرطونه کیښودل شي، لکه د دوه مخي سیاست له منځه وړل، د طالبانو سولې ته راوستل، په افغانستان کې د چاودنو په ټپه دریدل، د جګړو په کرښو کې د اوربند اعلان، اقتصادي تړونونو ته درناوی، له هندوستان سره د افغانستان د تجارتي لارو خلاصول، په افغانستان کې د پراختیایي پروژو مخه نه ډب کول او داسې نور مهم شرطونه باید د پلي کولو تر کرښو ورسوي، که چیرې پورته یاد شوي موارد نشي منلی نو افغان دولت دې هم دوی ته وخت مه ورکوي، دا بیا هسې د وخت ضایع کول دي، خپل سیاست ته دې ولسمشر غني په همدې ډول دوام ورکړي، تر څو یې په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې له داسې انزوا سره مخ کړي چې د بیرته راګرځیدلو هیڅ چاره ونه لري او د ټوټه، ټوټه کیدو سبب یې وګرځي.