پاکستان او افغانستان د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې دواوړه هیوادونه به په افغانستان کې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره نژدې همکاري کوي

تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پاکستان او افغانستان د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې دواوړه هیوادونه به په افغانستان کې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره نژدې همکاري کوي او په دې باوري دي چې د افغانستان سوله د سیمې د سولې او د ټولنیز – اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري ده.

دا موافقه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي مرستیال سید طارق فاطمي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کتنه کې وشوه.

د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دوی وویل چې د افغانستان په بیارغونه، پرمختګ، سوله او امنیت کې د پاکستان رول د ستاینې وړ دی.

فاطمي په دې ډاډ څرګند کړ چې دواړه خواوې د سیاسي دیالوګ، سوداګرۍ، دفاع، امنیت او د سرحدي مدیریت د کچې د لوړولو په ګډون په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره په رغنده خبرو بوخت دي.

ده د افغانانو په مالکیت او مشرۍ سولې او پخلاینې ته د اسانتیا د برابرولو په شمول د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د هلوځلو د بشپړ ملاتړ په برخه کې د پاکستان پر ارادې تاکید وکاوه.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي بي بي سي پښتو ته ویلي چې پاکستان دې طالبان یا خبرو ته اړ کړي او یا دې په خپله خاوره کې د هغوی پناهځایونه بند کړي.

حکمت کرزي ویلي، که پاکستان طالبان خبرو ته حاضرولی نه شي پناهځایونه او پیسې دې پرې ودروي.

4 thoughts on “پاکستان بیا وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي”
  1. اسلام عليكم
    كله چه انسان ده يوه سوري نه مار چيچي خبر نوي
    دوه هم وار چيچي بيا هم اشتبا وي
    كه بار بار دا چيچل تكرارگى
    بيا دا اشتبا نه بلكه حماقت دى
    ده پاكستان ده پاره اوس تول افغانان احمق دى په ده چه دا كالونه موژ په ده خبره بازى خوره چه موژتاسو سره په صلح كه كمك كو.
    په آخركه دومره وايم چه اله دي پاكستان كى همدغه سى صلح رأولى لكه زموژ وطن
    راوستى
    آمين

  2. د افغانستان د باندینیو چارو وزارت سیاسی مرستیال ته باید وویل شی چی پنجاب ډیر داسی افغانی سیاست وال له سیند نه تږی پوری ویستلی دی.
    د پاکستان سیاست تل دوه مخی او له اسلامی اصولو خلاف د منافقت سیاست دی . غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی مه یی پریږده غل درغی.
    پاکستان د خپل موجودیت د تاریخ له پیله تر نن پوری افغانستان سره د تربګنی او دښمنی سیاست مخی ته ولی . څوک چی په تربګنی او دښمنی کی پیدا او نن چی لږ څه شانته زلمی شویدی ، فکر نه کوم چی څه یی « په طفولیت کی زده کړی وی ، هیر به نکړی په پیرۍ کی». او که فرضا دوی له خپل پخوانی عادته توبه هم وباسی ، مونږ افغانانو ته به د هغه شپانه او لیوه کیسه رایاده کړی . که په وروستی ځل رښتیا هم لیوه راشی او ټوله رمه تری وخوری نو افغانان به فکر کوی چی شپونکی د پخوا په شان دروغ وایی .
    له پاکستان سره د ترانسپورت او ترانزیت موافقی ، د 1985 کال د ژنیو موافقه ، د 1990 کال د راولپنډۍ ( د مجاهدینو د حکومت تاسیس ) موافقتنامی چی یو یی په چهارآسیا کی کښيناوو او جنرال حمید ګل یی د احمدشاه مسعود او برهان الدین ربانی نظامی مشاور وټاکه ، د کرزی 20 بی ګټی سفرونه اسلام آباد ته او د اسامه بن لادن ساتل په آبیټ آباد کی او د جلال الدین حقانی او ملاعمر آخند ساتل په میرامشاه او کویټه کی ، د کونړ اونورو ختیزوولایتونو باندی توغندی اورول او زرګونو کسانو دمرګ ژوبلی اصلی عامل او بیا د ښاغلی اشرف غنی بی ګټی هلی ځلی ټول هغه دلایل دی چی افغانان تل پر پنجابیانو بی باوره کوی.

    1. Rafee Nazari صاحب
      دير عالى. دا حقيقت دى نذرى صاحب
      ولي بد بختانه موژ به كله پو شو
      هر شي حد او اندازه لري نور نو بيخى خسته شوى يو
      اله ده دى تبا كرى

  3. سلام
    زما په فیکر ده پاکیستان به پخپله په وسه نوی پوره چی طلیبان نوته یو څه ورکړی یایی ځنی واخلی دا ټوله ده انګلیس بچیان دی چی څه هغه ورته ووایی پاکیستان به هغه کوی در وسه خو لا امریکا خپل حدف ته نه درسیدلی نو دوی هم وس طالیبان نسی ختمولای او که طالیب ختموی نو دا به ده امریکا په خپله خو ښه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *