تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن تایید کړه چې دغه هیواد په افغانستان کې د واک وېشلو وړاندیز کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز احمد چوهدري وویل، پاکستان تل په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مثبت رول لوبولی دی.
ښاغلي چودري، چې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: د افغانستان له سفیر عمر داوودزي سره د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او نورو ذي نفوذو ډلو په ګډون د واک د وېشلو وړاندیز وکړ.
پرون وروسته له دې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرشید احمدي له رویټرز خبري اژانس ته وویل چې پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د قدرت د وېشلو نظر وړاندیز کړی دی .نو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز چودري د افغان چارواکي څرګندونې فوراً رد کړې.
ده رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د سرتاج عزیز او داوودزي کتنه یو ډول تشریفاتي ملاقات و چې په ترڅ کې یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې. خو طالبانو ته د ولایتونو د سپارلو په باب څه ونه ویل شول. (نور)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن خبریالانو ته وویل چې هیواد یې تل هڅه کړې چې د افغانستان د کشالې د حل کولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
د ده په وینا د پاکستان دا ډول هلې ځلې په تېرو شپږو میاشتو کې زیاتې شوي دې چې په نتیجه کې یې د قطر په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانستل شو څو له طالبانو سره د خبرو او تماس د یوه مرکز په توګه وکارول شي.
افغان چارواکي د پاکستان وړاندیز د افغانستان فدرالي کېدل انګېري. ولسمشر کرزي او وروسته د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پاکستان وړاندیز ته په اشارې ویلي چې پاکستان غواړي چې افغانستان په وړو ملوک الطوایفیو ووېشي.
پاکستان د خپل وړاندیز بشپړ جزییات نه دي اعلان کړي او په زغرده څوک څه نه شي ویلی چې د پاکستان هدف په جګړه مارو ډلو د افغانستان وېشل یا فدرالیزم دی او که په مرکزي او ولایتي حکومتونو کې طالبانو ته د برخې ورکول.
ډېر افغانان په حکومت کې د طالبانو ګډون د جګړې له پای ته رسېدو سره مرستندوی بولي او وايي، په داسي صورت کې چې حکومت د پخوانۍ شمال ټلوالې له مختلفو ډلو جوړ وي که سوله راتلای شي ولي باید طالبانو ته په حکومت او ټول دولت کې ونډه ورنه کړای شي.
دپاکستان سیاست که خارجي دی اوکه داخلي دوه مخۍ اوپله بینانه سیاست دی په خوله یی یوه وي په زړه یی بله ، خوکله چه رسواسي بیانو په ریاکارانه توګه ددوستۍ او ورورګلوی رنګ ورکوي چه ډیر بد په وایسي . مننه
په افغانستان کښۍ صلح په دفترونو نشۍ راتلئ بلکئ په دا راځئ چه د ناپاکستان نه ټول هغه مهاجر چه د پنجابئ په چټلو او مردارو کمپونو کښۍ د عقارت او بئ عزتئ شپئ تيروئي خپل هيواد ته راشئ او خپل جوارئ او سابه د پنجابئ د دهغه بئ عزتئ نه ښه وګړئ ځکه چه اوس هم ځينئ بئ زميره انسانان خپل هيواد د پنجابئ په وينا ورانوئ د افغانستان ملت او دولت د همت وکړۍ او د موجوده نضام نه د په نره دفاع وکړۍ ځکه چه طالب د پاکستانئ اجنډا خلق دۍ او هځکله به د هيواد د جوړيدو فکر ونکړۍ
افغانستان داسې دی لک د محرقې ناروغ او په دغه حالت باندې د خپلو نمک حرامو اولادونو؛ ګلبدین، رباني، طالب، او نورو ځناورو له لاسه اوښتی دی. اوس نو دا ناروغ چې هر څوک هرې خوا ته ټېل وهي، کولی شي. اول پاکستان ګلبدین او نور تنظیمونه وروزل چې نیم افغانستان یې پرې وران کړ، بیا یې طالب ورته راولېږه چې نېم پاتې يې پرې وران کړ. اوس چې یو په نامه حکومت او د خلکو یوه استازې جرګه او سیستم رامنځته شول اوس یې د انګلیس اولاد چټلستان په دغه حالت هم نه پرېږدي خو اصلي خبره په پاکستان کې نه ده بلکه په ملا ړانده کې ده، پ ګلبدین کې ده چې په کوېټه او شمشتو – اسلام اباد کې ناست دي او د آی ایس آی هر ډول ته ګډا کوي. اوس نو که د افغانستان حکومت د آی ایس آی خبره مني، ښه او ښه، که نه ملا ړانده او ملا ګلبدین ته وایي چې ورځئ پرې او ځانمرګي بریدونه پرې وکړئ.
Ministries of interior, defense and directorate of intelligence will be given to Taliban and so will be isi confident about indian strategic depth, Pakistan mediation.
پاکستان خو موږ له اوله سره يیژندی چی حرامی دی..مګر زموږ افغانان ولی دومره بی حسه شول چی خپل وطن پر پاکستان خرڅوی…ټوله زموږ خپله ګناه ده…افغانان هیڅ دوطن دوستۍ حس نلری یوازی خودخواهی او قدرت طلبی ښه پیژنی
Why would any Afghan and in particular Pashtuns expect anything good from Pakistan or Iran. They have been, are, and will the enemy of this land. What scares me is not these countries, but their agents that are within the Afghan government . This will not be the first time that these corrupt people sell this country to its enemies.
A domestic enemy is much more dangerous than the foreign one.
پاکستان پوهیږي چي ددوۍ وړاندیزپه عملي ډول هیڅ ځای نه نیسي، خودسولې په اړه دافغانانودذهنونو دناارامۍ په اړه ډول ډول وړاندیزنه اوڅرګندونې کوي، دوۍ په دې پوهیږي چي افغانان به هیڅکله حاضرنشي چي افغانستان په جګړه مارو وویشي، خوپه تبه یي ونیسه چي مرګ ته راضي شي، دوۍ صرف غواړي چي د ای ایس ای اجنټانوته په افغان دولت کي واک ورکړل شي په همدې خاطر ډول ډول څرګندوني او وړاندیزونه کوي، دولت که له فساده ډک دی خودپاکستان پروړاندي یي همدغه کلک دریځ دډيري ستایني وړدی، پاکستان دګړنګ پرغاړه دی، ځکه خودخپل پایښت په موخه کله دامریکي لمني ته لاس اوږد کړي اوکله خپل اصلې بادار ( دپاکستان منځ ته راوړونکي انګلستان ) ته خپله ژړا په زوره کړي، په افغانستان کي دسولي له راتګ سره سرم دپاکستان همدغه اوسنی شتون په خطرکي دی خوبرعکس دهندوستان قوت دافغانستان په سوله کي له ورایه څرکندیږي
آیا دا ښکاره مداخلت د پاکستان ندی؟ مونږ وایو: پاکستان دی د پښتنو او بلوچو حق ورکړی. بلوچستان او پښتونخوا دی د بلوچو او پښتنو یو علیحده دولت جوړ شي او سند دی هم مهاجر قومی حرکت وسپارل شي څو شخړی او ترور په دغو ساحو کی ختم شي. پاکستانیانو ته چا دا حق ورکړی چه افغانان څنګه او څه شان حکومت او دو لت جوړوی. مهمه دا چه طالبان څومره بیغیرته شوی دوی هم باید چه خپل غږ جګ کي او ټولی نړی ته دی اعلان وکړی چه څه غواړی او څنګه یی غواړی نه دا چه پاکستان یی نمایندګی وکړی
پاکستان تل هڅه کوی تر څو په افغانستان کی خپل نفوس ولری تر څو خپلی ګټی دلته خوندی وی ،او ددی هڅو یو څرګند لامل هم د پاکستان رقیب هندوستان دی . خو د دخوب لیدل دی داسی خبری او آوازی به مونږ افغانان نور هم راویښ کړی تر څو د انګریزانو
لاسونه زمونږ د پاکی خاوری څخه لنډ کړو دا هر څه هغه وخت کیدی شی چی مونږ افغانان یو موټی او متحد واوسو .