تاند- (یکشنبه، د دلوې ۶) افغان او پاکستاني چارواکي وايي، د پاکستان تر جلال اباد ښاره پورې رېللار جوړوي.
د پاکستان د رېللارو وزیر شیخ رشید احمد پرون (شنبه) وویل، د پاکستان رېللار به د افغانستان تر جلال اباد ښار پورې وغځوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شیخ رشید په پاکستان کې د یوې پټلۍ د جوړولو د چارو په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې تر جلال اباد پورې به ۱۵۴ کیلومتره رېللار د سي پیک یا د چین – پاکستان د اقتصادي کوریدور د پروژو په لړ کې جوړه شي.
ده په دې اړه څه ونه ویل چې کله به پر دې پروژې کار پیل شي.
د افغانستان د ترانسپورت وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس هم نن وویل، پاکستان هڅه کوي چې د دې لارې تخنیکي او اقتصادي سروې بشپړه کړي څو عملي چارې یې پیل شي.
ده زیاته کړه«هرکله چې د دې لارې سروې او ډیزاین بشپړ شو، دواړه هیوادونه به د مالي سرچینو د موندلو هڅه پیل کړي. دوی به په دې اړه خبرې وکړي چې ډونران یې تمویل او عملي کار یې پیل شي.»
پاکستان ډېر کلونه پخوا د چمن او کندهار ترمنځ د رېللارې د جوړولو ژمنه هم کړې وه خو تراوسه یې عملي کړې نه ده.
حاضردمه د ایران د خاف او د هرات د هوايي ډګر ترمنځ د رېللارې پر جوړولو کار روان دی او تر دې وړاندې له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې رېللار جوړه شوې ده.
برتانیه نغواړی چی افغانستان ریللاره ولری او په اوس وخت کی امریکا هیڅ وخت نغواړی چی دلته چین هره پروژه بریالی شی ځکه کله چی افغان دولت د لوګر د مسو عینک کان چینایی کمپنی ته ورکړ نو زیاتره امریکایی سیاسیونو ورباندی انتقاد وکړ مطلب دا چی کله د لوګر یاد کان چینایی کمپنی ته ورکړل شو نو پاکستان په ملتیا ددی کان تر څنګ نږدی سیمو کی طالبانو نفوذ زیات شو یعنی مطلب ددی ټول سمبال چاری یی پاکستان او امریکا مخی ته وړلی او اوس همدی برنامه او پلان پاکستان او امریکا په ګډه ادامه ورکوی ځکه کچیری سوله ونشی نو کیدای شی امریکا او پاکستان او برتانیه دلته په افغانستان کی دداعش پروژی یا بلی پروژی باندی کار وکړی چی دا ولس به تل لپاره په وینو کی لمبیږی