خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۶-۱-۳

کندهار، افغانستان- د کندهار د بېلابيلو اتحاديو رئيسانو له مرستيال والي عبدالحنان منيب سره د ګمرک له خوا د صادراتو د ځنډ، د افغانستان بانک له خوا د زړو او کوچنيو نوټونو د نه اخيستلو او د مالياتو د تصفيې په اړه خپلي ستونزي شريکي کړې او مرستيال والي د افغاني محصولاتو د صادراتو د چټکتيا ژمنه وکړه.

دغه غونډه نن سهار په ولايت مقام کي جوړه سوه چي د ټولو اتحاديو په استازيتوب د درمل پلورونکو اتحاديې رئيس حاجي اغا خبري وکړې او ويې ويل چي له تېري تقريباً يوې مياشتي راهيسي د پاکستان له خوا د لاري بندېدو له امله د دوی صادرات ځنډېدلي دي. اوس د دروازې له خلاصېدو سره د صادراتو ګڼ شمېر موټران پاکستان ته د اوښتلو لپاره ولاړ دي، خو د ګمرکي چارو له امله موټران ځنډول کيږي او د دوی صادراتو ته زيان رسيږي. که ګمرک د خپلو چارو د چټکتيا تر څنګ پر ترازوګانو هم ټينګار وکړي چي موټران ژر محصول کړي، نو د دوی ستونزه به هواره سي.

حاجي اغا داراز وويل چي په افغانستان بانک کي له دوی څخه زاړه په خاص ډول کوچني نوټونه نه اخيستل کيږي چي دا د سوداګرو لپاره لويه ستونزه ده. د ټولو هيوادونو مرکزي يا ملي بانکونه له سوداګرو څخه کوچني او زاړه نوټونه بېله قيد و شرطه اخلي. هغه زياته کړه چي د افغانستان بانک رسميات هم يوازي تر ۱۲ بجو وي، په داسي حال کي چي هره ورځ د ګڼي ګوڼي له امله نه يوازي د سوداګرو او عامو خلکو کارونه ځنډول کيږي، بلکي ډېری کسان تر ساعتونو انتظار وروسته بېرته ځي او کار يې ونه سي.

نوموړي داراز وويل چي له مستوفيت سره هم د جوازو د حسابونو په تصفيه کي ځيني ستونزي لري چي بايد د ولايت مقام له خوا د هغو ستونزو په هواري کي مرسته ورسره وسي. د اتحاديو رئيسانو د ولايت مقام مرستيال ته دندي مبارکي وويله او هغه ته يې په چارو کي د موفقيت هيله وښوده. هغوی به يوه خوله وويله چي ښاغلی عبدالحنان منيب د خپل استعداد له مخي راغلی، له خلکو سره يې هر وخت همکاري کړې او پخپله ۱۵ کلنه کاري موده کي يې د کندهار لپاره زیاتي ستړياوي ګاللي دي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د خبرو په پيل کي له ولسمشر، کندهار والي او ولس څخه مننه وکړه چي پر ده يې د دې دروند بار باور وکړ او ويې ويل چي د معارف اصلاح کول يې له خپلو کاري لومړيتوبونو څخه دي. هغه زياته کړه چي هدف يې د خپلو خلکو خدمت دی او په دې برخه کي به نه يوازي په رسمي وخت کي هلي ځلي وکړي، بلکي له کاري وخت وروسته به هم ځان ونه درېغوي.

ښاغلي منيب د غونډي په ترڅ کي ګمرک ته د ټليفون له لاري سپارښتنه وکړه چي له سوداګرو سره دي د همکارۍ په موخه د يوې اوونۍ لپاره په بولدک کي دوه وخته مامورين وګماري او هغه مامورين دي هلته شپې وکړي چي کورونه يې په ښار کي دي، تر څو له سهار وختي څخه د ورځي تر ناوخته کار وکړي او د سوداګرو اموال په چټکۍ محصول او صادر کړي.

نوموړي زياته کړه چي د افغانستان بانک ساحوي رئيس ته به د شنبې په ورځ سپارښتنه وکړي چي د سوداګرو او خلکو دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي او خلکو ته اسانتياوي مهيا کړي او د مستوفيت د ستونزو د هواري په اړه يې هم ژمنه وکړه.

د غونډي په پای کي د اتحاديو رئيسانو د ولايت مقام مرستيال ته د دندي د مبارکۍ له امله پګړۍ ورپر سره کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *