له نن څخه شاوخوا شپږ یا اوه کاله مخکې که چیرته به د افغانستان په کوم ولایت کې د خوراکي یا زیاترو نورو توکو بیې لوړې شوې نو ټول خلک په دې پوهیدل چې پاکستان بیا پر مونږ لارې بندې کړي دي. دا موضوع به زیات په هاغه وختونو کې پیښېدله چې د دواړو دولتونو تر منځ به په کومه سیاسي موضوع اختلاف راغی چی زور به یې ټول افغان ولس ته ورکاوه.
همدا شان د هغه وخت دولت هم په دې نشو توانیدلی چې داسې یوه معقوله لاره ورته پیدا کړی وئ تر څو دوي د پاکستان له انحصار څخه نجات موندلی وئ، هغوي به هم د خدای هیلې ته ناست وو تر هغې چې پاکستان به د تورخم یا نورې سرحدي لارې پرانستلې او خپلو صادراتو ته به یې اجازه ورکړه.
یعنې تر ډیره پورې زمونږ د هیواد د ولس د لومړنیو توکو د رسیدلو واک د پاکستان په لاس کې وو او له تجارت څخه یې د یوې فشار آلې په توګه کار اخست او ګومان یې کاوه چې دا خوار ولس به تل ددوي تر تجارتي کنترول لاندې وي.
خو اوس شکر داسې نه ده، د نوي دولت د رامنځته کیدو راپه دیخوا کله چې ولسمشر غني ته د پاکستان شوم اهداف معلوم شول نوموړي تر هر څه ژر په دې کار پیل کړ چې څنګه د تجارت په برخه له پاکستان څخه ځان وژغوري. هاغه وو چې د چابهار بندر تړون یې لاسلیک کړ چی ددې بندر له لارې افغانستان، ایران او هند ګډ تجارت پر مخ وړلی شي همدا شان دا بندر د جنوبي اسیا هېوادونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي، د خلیج هېوادونو مرکزي اسیا او قفقاز حوزې په وصلولو کې هم مهم رول لري.
د دې بندر له برکت اوس مونږ د پاکستان څخه تر ډیره د خوراکي او نورو توکو له وارداتو خلاص یو او کولای شو خپلې اړتیاوې له هند او ایران سره پر تجارت پوره کړو.
بل د خوښي ځای خو دادې چې تازه په تازه د پاکستان زیاترو رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان، افغانستان ته د صادراتو په کچه کې د ۲۰۱۰ م کال په پرتله شاوخوا ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی چې دې موضوع د نوموړي هیواد تجاران او نور دولتي غړي په اندېښنه کې اچولي دي.
په راپورونو کې داسې هم راغلي چې کله به پاکستان د تجارت پر مخ سرحدي لارې وتړلې نو ددې سره سره چې د افغان لوري ته یې زیان اوښت بلکې دوي هم ورڅخه بې برخې نه وو، نو ددې له امله دوي خپل تجارت سنګاپور، دبۍ، او بنګلادیش ته انتقال کړی دی. بله مهمه خبره دا چې د پاکستاني رسنیو په آند دوي ویل چې افغانستان به تل ددوي تر تجارتي واک لاندې وي مګر داسې ونه شول او ددوي د تمې خلاف عمل ترسره شو.
همداشان د وارداتو زیاتوالي او صادراتو کموالي له امله د تیرې سه شنبې په ورځ د پاکستان پولي واحد(روپۍ) ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې د تیر څلور کاله پخوا ریکارډ مات کړ او ارزښت یې راټیټ شوی دی چې ددې لوي علت دا هم کیدلی شي چې د پاکستان ۶۰ سلنه افغانستان ته د صادراتو کچه راکمه شوی ده.
نو که د یوه افغان په حیث د ولسمشر دې میړانې ته وګورو مونږ او تاسې پوهیږو چې نوموړي پاکستان په کومه برخه کې ونه ځاپه، په ګرده نړۍ کې یې لویه بې شرمې لا کمه نه وه چې اوس یې د تجارت په برخه کې هم لوي تاوان ورکړ او اوس الحمد الله افغانستان ورو ورو د ځان بسیاینې لوري ته په لاره دی او لرې نه ده چې یو وخت به زمونږ هیواد یو سوکاله او پر ځان بسیا هیواد وي.
د یوه ښکلي او اباد افغانستان په هیله