پاکستان سره له دې چې له کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د شته نا امني اصلي بنسټ بلل کیږي نه یوازې له افغانستان سره یې اړیکې خړې پړې دي بلکې له دوه نورو ګاونډيانو هندوستان او په دا وروستیو کې یې سرحدي ځواکونه د ایران له ځواکونو سره هم نښتې کړې دي. پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي ځاله بلل شوې دی او وسله والو ډلو ټپلو ته پتنځایونه او وسلې هم ورکوي او له همدې لارې خپلې نا مشروع غوښتنې په ګاونډیانو مني. پاکستان دا کار ددې لپاره کوي چې نور نا ارامه شي او خپل سوکاله او د پیاوړي اقتصاد درلودونکي اووسي خو اوس اوس لیدل کيږي چې د همدې جنګ جګړو اور په خپله پاکستان کې هم بل دی. له داعش سره په پاکستان کې دیو شمیر وسله والو ډلو بیعت ددې ښکارندوی دی چې اوس خپله پاکستان په همدې اور کې را ګیر دی او د ځان د خلاصولو هڅې کوي. اوس پوښتنه داده چې په دې مهم او ارزښمتن وخت کې پاکستان ته د ولسمشر غني دوهم کاري سفر به له ځان سره د سولې او سوکالۍ پیغام ولري او که بیا به هم د کرزي د سفرونو په شان یوازې ژمنې وي خو د عمل جامه به نه ور اغوستل کیږي؟ ټاکل شوې چې نوی افغان ولسمشر اشرف غني به د روانې میاشتې په نیمايي کې اسلام اباد ته سفر وکړي او افغان ولسمشر به په اسلام اباد کې له خپل سیال او لومړي وزیز میا نواز شریف سره هم لیده کاته وکړي چې په ترڅ کې به یې د سیمې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې او امنیتي ثبات په برخه کې خبرې اترې وشي. اشرف غني وړاندې هم ویلي ول تر هغه چې پاکستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه پورته نه کړي دوی د سولې راتللو ته امیداوره نه دي او د نوموړي په وینا پاکستان به دې ته راضي کړي چې سوله او ثبات د افغانستان او پاکستان ولس ګډه او تل پاتې غوښتنه دی او باید په دې برخه کې دا دواړه هیوادونه سره لاسونه ورکړي.
د پاکستاني رسنیو د مالوماتو پر بنست چې افغان ولسمشر غني به دا دوه ورځنی سفر د روانې نومبر میاشتې په څوارلسمه نیټه پیل کړي.
تر هغه چې په دې هیواد کې سوله نه وي ټینګه شوې د هر ډول پراختیايي او پرمختیايي چارو تر سره کولو ته هیله نه لیدل کیږي، ځکه که امنیت نه وي نو په رغاونیزو چارو کې بډې او فساد رامنځ ته کیږي او هغه پیسې چې د یوې چارې لپاره ځانګړې شوې وي ډيره برخه یې وسله والو ډلو ته په لاس ورځې چې دا هر څه موږه دکرزي په دوران کې ولیدل. که غواړوچې سوکاله او ښیرازه هیواد ولرو نو اول لومړیتوب باید سولې ته ورکړل شي. د سولې تر چتر لاندې موږه کولای شو ژوند وکړو. نوی ولسمشر غني باید همدې ټکو ته ډيره پاملرنه وکړي او پاکستان دې ته لیواله کړي چې په افغانستان کې یې د سولې په ارزښت پوه کړي او ورته وویل شي چې د همدې اور لمن خو اوس تر تا هم در رسیدلې او باید په له منځه وړلو کې یې دواړه ګاونډي هیوادونه برخه واخلي. ددې ترڅنګه چې پاکستان سولې ته لیواله کړي باید غني د وسله والو ډلو مشروع او روا غوښتنو په وړاندې هم یو څه انعطاف پذیري قبوله کړي. دا چې اشرف غني اوس طالبانو ته سیاسي مخالفین وايي نو باید سیاست له مخې ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او غوښتنې یې په پام کې ونیول شي. خو په دې کې تر ټولو اهم رول پاکستان لوبولای شي چې په خپل هیواد کې د وسله والو ډلو تمویل ځایونه او پټنځایونه له منځه اوسي او په ریښتیا او د زړه له تله همکارۍ ته ځان چمتو کړي ځکه که افغانستان کې ثبات وي نو پاکستان به هم با ثباته وي او که افغانستان نا امنه وي نو کم تر کمه ددې اور د لمبو یوه برخه به دوی ته هم ور ورسیږي.
اوس اړتیا دی چې پاکستان له خپلو ګاونډيانو سره د روان چلند تګلوری بدل کړي ځکه له درې سرو ګاونډیانو سره د ویجاړو اړیکو پالل هم پاکستان ته ستونزمن کیږي او نه یې شي پاللی او په اخر کې زه وایم چې پاکستان ته د ولسمشر غني سفر به له ځان سره رنګ راوړي.