دا څو وخته پاکستان د سختو کورنیو او بهرنیو فشارونو او مشکلاتو سره مخ دی. د عمران خان او طاهر قادري مظاهرو، مذهبي وژنو او د پاکستاني ترهګرو او بدماشانو فعالیتونو په پاکستان کې دننه حالات ډیر خراب کړي. د همدې مشکلاتو په اساس د ځینو هیوادو مشرانو پاکستان ته خپل سفرونه لغوه کړل.

په نړیواله کچه هم د ترهګرو د ملاتړ په وجه پاکستان تر سخت فشار لاندې دی. دا فشار هغه وخت نور هم زیات شو کله چې پینټاګون پخپل راپور کې پاکستان په افغانستان او هند کې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.

د ولسمشر غني سفر که له یوې خوا پاکستان ته دومره ګټه ورسوله چې نړیوالو ته یې وښودله چې پاکستان ته سفر کول دومره خطر نه لري نو له بلې خوا یې دا هم واضح کړه چې دی غواړي له پاکستان سره خپل مشکلات د خبرو له لارې حل او د خپلې ولسمشرۍ په شروع کې ورسره یوې نتیجې ته ځان ورسوي. تر څو د تیر ولسمشر (ښاغلي کرزي) د وخت په شان، د ده په دوره کې د پاکستان په اړه د افغانستان دریز ګونګ نه وي.

ښاغلی کرزی شل ځله پاکستان ته لاړ خو په اخر کې یې وویل چې پاکستان ته دده ټول سفرونه بې ګټې وو. زه فکر کوم مشکل د هغه په سفرو کې نه بلکه د پاکستان په اړه د یو روښانه دریز په نه لرلو کې وو. د ښاغلي کرزي په دیارلس کلنه دوره کې افغانستان ونکړای شول چې د پاکستان په اړه یوه قوي بهرنۍ پالیسي ولري. که یو دولتي مامور به پاکستان دښمن باله نو بل به ورته مسلمان ورور او د هجرت کور ویلې.

پخپله ښاغلي کرزي به کله د امریکا او پاکستان په احتمالي جګړه کې د پاکستان د ملګرتیا خبرې کولې خو کله به یې پاکستان په تروریزم تورناوه او له امریکایانو څخه به یې غوښتل چې د افغانستان په ځای هلته خپل عملیات وکړي.

خو اوس یو شمیر افغانانو ته حالات بدل ښکاري. دوی وايي چې پاکستان ته د پیښو مشکلاتو له کبله کیدای شي د افغانستان په اړه یې خپل دریز بدل کړی وي ځکه نو دوی د ولسمشر غني سفر ته خوشبینه دي.
خو یو شمیر نور بیا لاهم پاکستان ته د شک په سترګه ګوري. دوی د پاکستان تیر تاریخ ته په اشارې سره په پاکستان اعتبار کول د افغانستان په تاوان ګڼي.

یوازې وخت به دا ښيي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسي کې څومره بدلون راغلی. او آیا ريښتیا هم پاکستان اوس خپله ګټه د دولت د مسلح مخالفینو د ملاتړ په ځای له افغانستان سره په تجارت کې ویني؟
د پاکستان په اړه د مخالفو نظرونو لرلو سره سره دغه دواړه ډلې افغانان پاکستان ته د ولسمشر غني دا سفر ډیر په ځیر څاري. ځکه نو د ښاغلي کرزي برعکس، ولسمشر غني باید له پاکستان سره هر پرمختګ ملت ته روښانه کړي. دی باید ملت ته ووايي چې له پاکستان سره یې په کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟ د پاکستان انديښنه څه وه او ده ورسره د افغانستان کومه انديښنه شریکه کړه؟ همدارنګه دا هم باید واضحه کړي چې په څومره وخت کې به مونږ دده د خبرو نتایج ووینو.

ملت باید پوهه شي چې له پاکستان سره د خبرو په اړه د افغانستان دریز روښانه دی. او لکه د کرزي د دورې په شان دده دا سفر به بې نتیجې نه وي. ولسمشر همدارنګه باید روښانه کړي چې دده دا سفر زمونږ لنډمهاله او

اوږدمهاله ملي ګټو ته څومره مفید واقع کیدای شي.
دا سمه ده چې له پاکستان سره تجارت د دواړو هیوادو په ګټه دی خو د امنیتي مشکلاتو شتون ددغه تجارت په مخ کې یو ستر خنډ دی. لمړۍ باید دواړه هیوادونه د امنیتي پيښو په کمولو کار وکړي تر څو تجارت ته لاره هواره شي. د پاکستان او افغانستان موقعیت ته په کتو سره ویلای شو چې د امنیت په صورت کې به د دواړو هیوادو تر مینځ تجارت پخپله وده وکړي. ځکه نو افغان دولت باید له پاکستان سره د سیمې د امنیت په اړه خبرو ته لمړیتوب ورکړي.
په سیاسي خبرو اترو کې کله چې دوه هیوادونه د مذاکراتو په میز کښیني نو خبرې د هغه هیواد په ګټه ختمیږي چې برلاس ولري یا د بل له کمزوریو څخه زیاته ګټه اخیستلای شي. افغانستان به چې د کرزي په وخت کې له پاکستان سره د مذاکراتو په میز کښیناست نو د پاکستان په اړه د خرابې پالیسي (یو په اصولو ولاړ قوي دریز نه شتون) په وجه به هم پړ شو هم مړ.

د نورو لاملونو تر څنګ یو ستر لامل چې مونږ د پاکستان په اړه کوم قوي دریز خپل نکړای شو دا هم وو چې مونږ د پاکستان له کمزوریو (په پاکستان د فشار اچولو له امکاناتو) څخه صحیح ګټه وانخیستلای شوه. خو برعکس پاکستان تل زمونږ له کمزوریو (د کراچۍ بندر، افغان مهاجرین، افغان-روس جګړه…) څخه اعظمي ګټه اخیستې.
د نوي ولسمشر په راتګ سره افغانان هیله مند دي چې افغان دولت به دغه ټکي ته پام وکړي تر څو پدې وسیله د پاکستان دولت مجبور کړي چې له افغانستان سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

د افغانستان دولت په لږ کار کولای شي چې پاکستان ته د هغه په لوبه کې ماته ورکړي. د بیلګې په توګه افغانستان کولای شي چې د خپلو اوبو، بلوڅو جنګیالیو، پاکستاني طالبانو او د ایران او چین له لارې د تجارت
زیاتولو په وسیله په پاکستان فشارونه راوړي.

اوس ټولو افغانانو ته څرګنده شوې چې مونږ څومره هم په پاکستان اتکا وکړو، هغومره به د پاکستان لخوا ځپل کيږو. کله به مو د ښوونځیو کتابونه د تعلیمي کال تر خلاصیدو پورې بند ساتي، کله به مو د تجارانو حساس مالونه په کراچۍ کې په کانتینرو کې خرابیږي، کله به مو کانتیرونه د دوي په لارو کې سوځول کیږي، کله به مو له مهاجرینو نه د دولت په خلاف کار اخلي او د خپل نفوذ د پراخولو لپاره به یې استعمالوي، او کله به د خپلې تجارتي لارې د بندولو د ګواښونو پوسیله په موږ خپلې ناروا غوښتنې مني.

دولت باید په هر څه کې په پاکستان د اتکا تر څنګ یو بل بدیل هم ولري. مثلاً اوسمهال زمونږ ډیری تجارت د پاکستان او ایران په اوږو دی ځکه نو په یو وخت کې له دواړو سره د روابطو خرابول به زمونږ په تاوان تمام شي. زه فکر کوم چې افغان دولت باید د هند په مرسته له ایران سره خبرې وکړي او د چابهار بندر د افغاني تجارانو د مالونو لپاره جوړ کړي تر څو د کراچۍ له بندره بیغمه شو. په بدل کې به یې افغانستان ایران ته اجازه ورکړي چې د افغانستان له لارې مستقیماً له چین سره تجارت وکړي. پدې ډول به زمونږ د وريښمو لاره هم جوړه شي.

ایران هم په افغانستان کې خپل اغراض لري خو بیا هم افغانستان مجبور دی چې اوسمهال پدې دواړو هیوادو کې له یوه سره ښې اړیکې ولری. همدارنګه یو ځل چې ایران له چین سره د افغانستان له لارې وصل شي پدې مطمین یم چې د ایران یوه غټه فیصدي تجارت به لدې لارې کیږي. ځکه د بحري لارې په نسبت دا ورته ډیره نژدې راځي. بیا به ایران پخپله ونه غواړي چې په مونږ چابهار بند کړي. همدارنګه دوی ته ور روانې اوبه هم مونږ استعمالولای شو تر څو دوی مونږ ته تجارتي امتیازات راکړي.

افغانستان همدارنګه کولای شي چې یو زیات شمیر ساده او کم مصرفه د خاورو بندونه هغو اوبو ته وتړي چې پاکستان ته ور روانې دي. دا کار به هم په پاکستان ډیر فشار راوړي تر څو په افغانستان کې له خپلو ناوړه اغراضو څخه تیر شي.

ددې تر څنګ د افغانستان ملي امنیت کولای شي چې له بلوڅو جنګیالیو، پاکستاني طالبانو او پاکستاني بدماشانو څخه همغسې ګټه واخلي لکه څنګه چې یې پاکستاني استخبارات له افغان طالبانو، د حقاني شبکې او نورو دولتي او غیر دولتي افرادو څخه اخلي.

یوازې د افغان دولت همدا ډول پالیسي کولای شي چې پاکستان مجبور کړي، تر څو په افغانستان کې له خپلو ناوړه اهدافو څخه لاس واخلي او د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي.

خو دا ټول کارونه هغه وخت کیدای شي چې افغان دولت د پاکستان په اړه یوه قوي پالیسي او همدارنګه په پاکستان د فشار راوړلو لپاره په پورته ذکر شويو او نورو امکاناتو باندې کار وکړي. په هغه صورت کې به بیا د افغانستان او پاکستان ترمینځ مذاکرات ګټور وي. کنه ددې مذاکراتو او د کرزي د وخت د مذاکراتو به دومره توپیر نه وي.

By Editor2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *