تاند- د هند ولسمشر پرتاب موکرجي نن د هند د خپلواکۍ په مناسبت په وینا کې پاکستان ته د وروستیو حملو په وړاندې خبرداری ورکړ.

ولسمشر موکرجي پاکستان ته په خطاب کې وویل: «زموږ صبر هم یو حد او اندازه لري، موږ به د خپلې خاورې، کورني امنیت او مځکنۍ بشپړتیا لپاره هر لازم کار وکړو.»

د هند ولسمشر زیاته کړه:له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره د هند له هلوځلو سره سره له پولو سرغړونې او سرحدي شخړې دوام لري چې په نتیجه کې یې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ د کشمیر پر کنټرول کرښه د پاکستان له لوري په یوه حمله کې پنځه هندي پوځیان ووژل شول.

موکرجي وویل: د خپلې خپلواکۍ ساتنې ته ژمن یو، خو صبر او زغم هم یوه اندازه لري.

هند د ۱۹۴۷ میلادي کال د اګست په پنځلسمه (اسد ۲۴) له بریتانیا خپلواکي ترلاسه کړه.

تر دې یوه ورځ وړاندې د اګست څوارلسمه پاکستان له هند څخه د بېلتون ورځ د خپلې خپلواکۍ د ورځې په توګه ولمانځله.

په همدې حال کې د هند صدراعظم من موهن سینګ نن وویل چې له پاکستان سره تر هغو اړیکې ښه کېدای نه شي چې د پاکستان خاوره دهند پرضد استعمالېږي.

من موهن سینګ د هند د خپلواکۍ په مناسبت په وینا کې د اګست په شپږمه پر هندي پوځیانو د پاکستان له لوري حمله یو وحشیانه عمل وباله.

ده په عین حال کې وویل چې هند به د دا ډول حملو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات وکړي.

ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا له هند سره په پوله کې پاروونکي اقدامات د دې لپاره کېږي چې نوازشریف له هند سره اړیکې نژدې او دوه اړخیزې لانجې حل نه کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ په داسي وخت کې پیل شو چې دواړه هیوادونه خبرو ته تیاري نیسي.

خو له دې سره سره من موهن سینګ پرون خپل پاکستاني ساري نوازشریف ته ډاډ ورکړ چې هند له پاکستان سره سوله، دوستي او همکاري غواړي.

ده د پاکستان د خپلواکۍ په مناسبت نوازشریف ته په خپل پیغام کې دا هم ویلي چې دی هیله لري، نوازشریف به د یوه سوله ییز او سوکاله پاکستان په رامنځته کولو کې بریالی شي.

5 thoughts on “پاکستان ته د هند د صدراعظم او ولسمشر خبرداری”
  1. دا ګمان می نشی چه ددک څخه زوی وشی ،دپاکستان څخه د سولحی تمعه کول ځان غلطول دی هند دنور پرخپلو وسلو لاس ووهی کنی د پاکستان د اتومی برید سره به مخ شی

  2. د پاکستان ملکی حکومت خپل واک نه لری او هر څه د پوځ په لاس کی دی او هغه څوک دی چی په خبرو کولو او سولی هیڅ باور نه لری . دوی باید دپوځی برید له لاری وویرول شی تر څو دا دسرطان دانه له بیخه وویستل شی او منطقه ورڅخه په ارامه شی

  3. سلامونه، په دی کی شک نه شته چی نواز شریف د پنجاپی پوځ څخه زیات د افغانستان او د پښتنو دښمن دی . خو په دی ورځو کی په تاند کی د نواز شریف په هکله ګوزارشونه ډیر د خوشبینی ډک دی داسی ښکاری چی دا ویبپاڼه د نوموړی سره کومه ځانګړی مینه لری چی مثال یی (ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا له هند سره په پوله کې پاروونکي اقدامات د دې لپاره کېږي چې نوازشریف له هند سره اړیکې نژدې او دوه اړخیزې لانجې حل نه کړي.) دی په دی ډول نور هم په لس ګونو ګوزارشونه خپره شوی دی. که د تاند دا ډول پالیسی ادامه ولری لری نه ده چی دا ویب پانه به د پنجابی ویب پانی په نوم د یوی پښتون دښمنی پانی په توګه مشهوره شی

    1. دا خبره تاند له ځانه نه کوي. د دنیا مطبوعات هم دا وايي او حتي د نوازشریف سیاسي مخالفان هم دا خبره کوي. افراسیاب خټک او ګڼو نورو ویلي چې نوازشریف له پوځه بده خاطره لري او له بلې خوا نوازشریف بیزنس من دی د بیزنس مانډ خلک تر جنګ په سوله کې زیاته ګټه ویني. د افراسیاب خټک په وینا د پاکستان په لویو سیاستونو( لکه هند او افغانستان) کې یوازې یو پنجابی صدراعظم تغییر راوستلی شي. سندی (پیپلز ګوند) او نور دا کار نه شي کولی ځکه چې پر هغوی فوراً له پاکستان سره د غدارۍ تور پوري کېږي.
      خو که تاسو ته تاند هر څه ښکاري مهمه نه ده دا ستاسو خپل نظر دی
      تاند

  4. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    افغانستان د انګرېز او روسيې د بوفور يا ناپېيلو اغېزو سيمه ياده شوه، چې د سړې جګړي قرباني هم افغانستان شو. د امريکا او شوروي په اړوړدوړو کې هم افغانستان د تودې جکړې مرکز شو، چې تر ننه يې وينې بهېږي. د عربانو او لويديزوالو د جګړو مرکز هم افغانستان وګرځېد، چې امريکايي غوبل بيا تر ننه پرې روان دی. نړيوال اقتصاد په کونه ناست دی او نوېو منطقوي جګړو ته اړتيا پيدا شوې ده، چې غربيان او نور د بنسټپالو تروريستانو څخه ځان وساتي، ځکه په اسلامي نړې کې د دين د پلي کولو کوتک د هر چا په لاس کې دی، چې د قادياني، نقشبندي، احمدي، اهل پیت، اهل سنت، اهل حديث او اويا نورې څانګې يې فعاله شوې دي اوخپل سيمه ييز خلک تروروي، مګر پلمه د پرديو د جنګ لپاره جوړوي.
    د افغانستان خپلواکي يوه اړينه اړتيا ده، مګر په سيمه کې جګړه په لومړي ګام کې پر پښتنو تپل شوې ده، چې تر ننه قرباني ورکوي. د هند او پاکستان اړودوړې هم د افغان په وينو مينځل کېږي. افغانان د هند فلمونو، ډرامو او يو دوه ميليارده ډالرو ته خوښ دي، مګر دا چې د اکثريت نفوس مغزشويي يې تر سره کړې، هېڅوک فکر پرې نه کوي.
    افغانان بايد د کشمير وروستی ۶۷ کلن تاريخ ولولي، د بنګلدېش فجايې دې ورپه يآد کړي او د افغانستان روانې جګړې ته دې پآم شي او بيا دې قضاوت وکړي او خپل ماغزه دي روښانه کړي، چې جنګ د چا دی او قرباني يې څوک ورکوي او ولې قرباني ورکوي! که موږ خپلواکي غواړو، نو ولې د ملت ارادې ته سر نږدو او ولې د ملت د هوسا او با حرمت ژوند لپاره هلې ځلې نه کوو او کار څانګپوهو او صادقو خلکو ته نه پرېږدو! د افغانستان دولتي او اداري انارشي هم يو ډول ذهني تروريزم دی.
    په پای کې بايد يآده شي، چې د پاکستان او هند جګړه کې هم لومړی د جګړې مخکنۍ کرښه تباه کېږي او بيا څېرمه سيمې له منځه ځي، خو په سيمه کې د لږ تر لږه ۲ ميليآردو انسانانو د لوږې، مهاجرتونو، ناروغيو او بدمرغيو لړۍ هم رامنځ ته کېږي! زه په دې پوهېږم، چې ايران، پاکستان او يو شمېر نور ګاونډ ملکونه او ځبرځواکونه زموږ دوښمن دي، خو د ايران، پاکستان او يا بلې سيمې نظامي ځپل زموږ او د سيمې په ګټه نه دي، ښه بېلګه يې اوسمهال مصر، سوريه، ليبيا، عراق او يو شمېر نور ملکونه دي. موږ بايد لومړی خپل ځان سم کړو او له مړيو پيروي بس کړو، هغه سياسي يا د جنجالونو څېرې تجريد يا يې له سياسي صحنې حذف کړو، ځکه ي، شمېر اشخاصو او هرې ډلې او تپلې تاريخ ته خپل مخ تور او يا سپين کړی، نو په زړو موضوعاتو کېدلی شي ليکنې وشي، مګر د هېواد د راتلونکې لپاره بايد جوت او مسلکي ګامونه پورته شي او په ټولنه کې د زغم، ورورولي او هوسا ژوند زميڼه برابره شي او دا مو شعار وي، چې: څه وکړم، مګر نه چې څه شول!!!

    معه سلاموکم الاهلول فنون

    ملا ميوند آخوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *