د ډکو منگولو او که د وعدو سره به وطن ته راستنېږي؟
هارون هاند – د سیمه ییزې حکومتولۍ او کلیوالي پراختیا کارپوه
د هر هېواد بهرنی سیاست د هغوی پر بهرنیو اړیکو او روابطو ولاړ وي. دا چې افغانستان وچه کې اېسار هېواد دی، نو د سوېلي اسیا د ټولو هېوادونو په پرتله ګاونډیانو سره د اړیکو پیاوړي کولو ته ډېره اړتیا لري، خو تر غويي کودتا او کورني اخ و ډب را وروسته هیڅ افغان حکومت خپلو دغو دوو ګاونډیو هېوادونو (پاکستان او ایران) سره په غښتلو اړیکو ایجادولو توانېدلی نه دی، چې تر ډېره د یادو هېوادونو د بهرني سیاست نېرنګي او دوه مخي څرګندوي او همدغه تاوجنې اړیکې د دې سبب شوي چې دلته په کور دننه او بهر افغانان حتی دوی سره د اړیکو پرېکون ته هم خوشبین برېښي!
د ملي یووالي حکومت د ایجادېدلو سره د پاکستان لومړنۍ هڅه د افغان حکومت مشر ته بلنه وه، چې د ملي یووالي حکومت جمهور رییس د یو ګڼ کسیزه پلاوي په مشرۍ هلته سفر وکړ او ډېره تمه وه چې ډک لاس به هېواد ته راستون شي، خو دغه هیله د وسلوالو مخالفینو د بریدونو په زیاتېدو سره چې پاکستان یې پر ملاتړ مستقیماً تورن دی، ناهیلې شوه او حتی افغان حکومت دېته اړ شو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له یاد هېواد څخه مستقیماً عارض شي.
دا چې د ډېورنډ فرضي کرښه خوشبختانه تر اوسه هیڅ افغان حکومت حتی د بحث موضوع نده ګڼلې، نو پاکستان د وسلوالو مخالفینو د ملاتړ تر څنګ په ډېره سپین سترګۍ د یادې فرضي کرښې په اوږدو کې او حتی تر هغه ټاکلې فرضي نښې را دېخوا اغزن تار راښکود چې د کرښې په امتداد پرتو ولایتونو وګړو تر ننه خپل غږ پورته کړی دی، خو د ملي یووالي حکومت رسمي دريځ لا روښانه شوی نه دی! یوازې ولسمشر د پکتیا په ولایتي سفر کې ورته اشاره کړې چې “یو وخت به یې پر قینچي غوڅوو …”.
همدارنګه دواړو ګاونډیو هېوادونو تل هلته مېشتو افغان مهاجرو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستی دی چې ایران انقلابي حکومت د امریکا سره د ناندریو او جنجالونو پر سر اوس د افغان مهاجرینو د وېستلو خبره کوي او ډېر کله هلته مهاجر ورونه د سوریې او نورو جګړو کې استعمالوي. پاکستان هم هغو افغان مهاجرینو ته چې سرمایه ولري او یا یې هلته پانګونه کړي وي، د خپلو سیاسي –اقتصادي موخو لپاره عزت ورکوي او هغه چې ناداره دي، د دین په نامه خپلو استخباراتي جګړو کې ښکېلوي او په ډېره ناانساني سلوک سره یې له وطنه بهر کوي.
دا چې یو وار بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له لوري افغان ولسمشر ته د پاکستان څخه د لېدو بلنه ورکړې ده، موږ د سفر نه کولو پلوي نه یوو بلکه له افغان لوري اسلام اباد سره پر واضحو او سپینو ټکو د بحث پلوي يوو ځکه چې د پاکستان سره د خرابو اړیکو له امله ډېر زیان لومړي سر کې ختیځ ولایتونه زغمي او همدغو تاوجنو اړیکو له امله نږدې دا څلور کاله د ختیځ اقتصاد د صفر سره ضرب شوی او ناامني په کې خپل اوج ته رسېدلې ده.
موږ د ملي یووالي حکومت له مشر جدي هیله لرو چې د ډېورنډ پر فرضي کرښه راښکل شوی اغزنتار د ټولولو او پرې کولو واضح دريځ په خپل سفر کې څرګند کړي او همدارنګه د دواړو لوریو د وېزو لغوه کولو وړاندیز دې مقابل لوري سره شریک کړي چې په دې سره به لر او بر پښتانه په اسانۍ سره خپل کلتوري، اجتماعي او اقتصادي چارې په اسانۍ مخ ته یوسي.
همدارنګه افغان ولسمشر دې د پاکستان دغه وړاندیز چې مرکزي اسیا هېوادونو ته زموږ له لارې سوداګریزه لار ولري، د ډېرو لوړو غوښتنو په مقابل کې ورسره بحث کړي لکه په افغان سوله کې جدي او رښتینې هڅه، د وسلوالو څخه د ملاتړ لاس اخیستنه، په ختیځ کې د پیل شویو انکشافي پروژو چې اوس یې پر ټپه درولې نهايي کول او همدارنګه د هغوی له فضا هندي الوتنو ته اجازه چې په دې سره د دواړو غاړو حسن نیت څرګند او په سیمه کې به تاوتریخوالی تر ډېره کم او دواړه لوري به د خپلمنځي اقتصادي او سیاسي ثبات څښتن شي.