تاند- په داسي حال کې چې افغان او پاکستاني رسنۍ د اسلام اباد پوځي او ملکي چارواکو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرداري لیک تاییدوي، پاکستاني چارواکو د افغان ولسمشر د لیک په اړه بې خبري څرګنده کړه.
پرون ازادي راډیو د ارګ د سرچینو په قول وویل چې ولسمشر غني پاکستان ته یوویشت ورځې مهلت ورکړی چې هغه ژمنې پوره کړي چې د فبرورۍ په پیل کې د پاکستان لوی درستیز او د استخباراتو رييس د کابل په سفر کې افغانستان ته ورکړې وې.
ولسمشر غني په دې لیک کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې د طالبانو د کوټې او پېښور د شوراګانو غړي په خپلو کورونو کې نظر بند کړي، د افغانستان د وروستیو وختونو د خونړیو حملو عاملان دې ونیسي، د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، د سولې د بهیر ملاتړ وکړي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه ونیسي، د تروریزم ضد عملیات د حقاني شبکې ته وغځوي، په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ وکړي، په تشدد کې ښکېل طالبان وروسپاري، په بمونو کې کارېدونکي کیمیايي سره او هغه برقي سویچونه منع کړي چې په چاودېدونکو موادو کې کارول کېږي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې پاکستاني چارواکي وايي چې د افغان ولسمشر له لیکه خبر نه دي.
ورځپاڼه وايي چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې د بندیانو د تبادلې موافقه نه لري خو دواړه هیوادونه له یو بله د بندیانو د ورسپارلو غوښتنه کوي.
یوه پاکستاني چارواکي وویل چې د دې لیک په باب معلومات نه لري. ورځپاڼې د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه دی اخیستی. خو وايي چې د ولسمشر غني لیک په وروستیو څو ورځو کې استول شوی دی.
په لیک کې ویل شوي چې د فبرورۍ په لومړیو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو رييس کابل ته لاړل او د افغانستان ولسمشر ته یې په خورا اطمینان وویل چې طالبان یې خبرو ته تیار کړي دي. ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې په اړه د افغاني ټولنې له بېلابېلو پرګنو او ټولنو سره مشورې وکړې او د هغوی ملاتړ یې ترلاسه کړ. ولسمشر غني د پاکستاني چارواکو د ژمنو یادونه کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې عملي ګامونه واخلي.
په آی ایس آي حکم کوې. نو زوزور به یې: زه احمدزی یم خر په ونه حېژومه
آی اس آی څه دی چی اشرف غنی به ورباندی امر نه کوی. د آی اس آی په پلار او نیکه به هم امر کوی دا ځکه چی تور پنحاپ د انګریزانو د غلامی د اشرف غنی پلار او نیکه خلاص کړی دی. نو تور پنجاپ بیا څه شی دی چی زه افغان به ورباندی امر نه کوم. اشنا کومه لوبه چی اوس پنجاپ د افغانانو پر وړاندی لوبوی کومه د ځواني او غیرت لوبه نه ده بنجاپ وګوره او غیرت یی وګوره.
.
هغه یو متل چی وایی از موده را ازمودن خطاء است زما په نظر پا کستان به هیڅکله هم له خپلی پا لیسی لاس ونه خلی
پخپلو کې که څومره هم بی اتفاقه او ویشلې وو د خدای په خا طر د بیګانه وو ملا تړ خو مه کو ۍ