تاند- د ایراني تومانه له بې ساري لوېدو وروسته داسې ښکاري چې اوس د پاکستاني روپیو وار دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پیسو نړیوالې بسپنې (آی ایم ایف) ته خبرداری ورکړی چې که پاکستان ته پور ورکوي نو باید د دې صندوق په پیسو پاکستان د چین پور پرې نه کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان د پیسو له نړیوالې بسپنې څخه د ۱۲ ملیارد ډالره پور هیله لري.
چین په وروستیو کې پاکستان ته د ۲ ملیارد ډالره پور د ورکولو ژمنه وکړه.
د اقتصادي چارو کتونکي وايي، د پورونو د زیاتېدو له کبله پاکستان مجبوره دی چې واردات لږ کړي، او له بلې خوا د اسعارو د کموالي له کبله مجبوره دی چې د بودجې او سوداګري کسر د انډول لپاره د خپلو پیسو ارزښت ټیټ کړي.
په دې صورت کې ډېر احتمال شته چې د پاکستاني روپیو ارزښت ټیټ شي.
د اقتصادي چارو څینې کتونکي افغانانو ته مشوره ورکوي چې که پاکستاني روپۍ لري، هغه په افغانیو یا ډالرو واړوي ځکه چې د پاکستاني روپیو ارزښت مخ په کمېدو دی.
ایله چې یو د خوشحالۍ خبر مو واورېد.