د افغانستان له ګونګ او اندېښمن راتلونکي نه معلومیږي،چې نړیوالو د خپلو زیاتو هدفونو له ترلاسه کولو وروسته بیا موږ پرپاکستان سپارل غواړي.

دغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون د تېرې اونۍ په سفرکې پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پرراتلونکي او پکې د پاکستان د رول په اړه خبرې کړي.

مهم سیمه ییز قوت

مخکې له دې چې ښاغلی مون اسلام اباد ته ورسیږي،له خبریالانو سره په خبرو کې یې د افغانستان پروضعیت او راتلونکي خپل نظرونه او پلانونه شریک کړل.

ده له نړیوالو وغوښتل،چې په ټولو او ځانګړي ډول پوځي برخه کې د افغانستان ملاوتړي،څو ځواکونه یې د ښو تجهیزاتو په لرلو سره د خپلو خلکو او هېواد ښه ساتنه وکړای شي.

سرمنشي مون د افغانستان د راتلونکي په اړه ویلي،چې نړۍ ورسره د خپلو مرستو او اړیکو د ښه تنظیم او کامیابۍ لپاره د یوه مهم سیمه ییز قوت ملاتړ ته اړتیا لري.

له دې مقدمې وروسته د ملګرو ملتونو سرسړي پاکستان د هغه مهم سیمه ییز قوت په توګه یاد کړی،چې د ده په نظر افغانستان او نړۍ سره نښلولای او ښې اړیکې یې ساتلای شي.

د بد رنګ تاریخ تکرار

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د بانکي مون دا خبرې،د افغانستان له نهیلیو ډک اټکل شوی راتلونکی او له افغانانو څخه بیا د نړیوالو د یو ډول تېښتې علامې دا وېره زیاتوي،چې ښایي بیا په یوه حساسه او له ننګونو په ډکه مرحله کې افغانستان بیا د کورنیو بدنامو جنګي کړیو،ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول پاکستان ته پرېښودل غواړي.

هغه کار،چې یوځل مخکې د یوه همداسې هدف لپاره د ډاکټرنجیب د واکمنۍ له پلان شوي سقوط وروسته وشو،نړۍ د ملګرو ملتونو په وساطت د افغانستان د واګو مزې د پاکستان لاسته ورکړل او دې هېواد خپلو جوړکړو او تاثېرلاندې ډلو ته د ځپونکو اجنډاوو په ورکړې سره افغانستان د دې نړۍ پرمخ په یوه دوزخ ډوله هېواد بدل کړ.

اوس هم داسې معلومیږي،چې د افغانستان د خواخوږۍ اکثره مدعي هېوادونه او نړیوال سازمانونه د پخوانۍ تېروتنې د تکرار خیال او اراده ولري.

 دوه اړخیززیان

که خدای مه کړه،د تېرځل په شان نړیوال هېوادونه او سازمانونه بیا زموږ د بې رهبرۍ او خوشباورۍ له کبله ترخپل هدف پوره کیدو وروسته بیا موږ په نېمه لاره د کورنیو او سیمه ییزو قاتلو ادرسونو په واک کې پریږدي،دوی به هم د پخوا په څېر له دې کاره سخت وځپل شي.

د افراطیت په شان ډېرنورنوي نااټکل شوي جنجالونه به بیا پیدا او د اور لمبې به یې د نړۍ زیاتو سیمو ته خپل تف او لوګی ورسوي.

وروستۍ خبره

 په دې کې شک نشته،چې پاکستان په سیمه کې اوس یو مطرح او مهم قوت حسابیږي او نړۍ ته باید یو ځانګړی ارزښت ولري،خو دا په دې مانا نه شي کېدای،چې نړۍ دې د خپلو ګټو او اړتیاوو لپاره افغانستان په یوډول دې هېواد ته تسلیم او په خدمت کې کړي.

افغانستان که سم دولت،سمه رهبري،سم او مسول سیاسي قوتونه او بنسټونه نه لري،حساس او ارزښتناک جغرافیوي موقعیت،نه ماتیدونکی ولس او ګڼ نور داسې خصوصیات لري،چې ورسره د دغسې لوی ظلم ،چې اندېښنه یې ده په لیدو سره د نورو لپاره هم لوی سرخوږی،مزاحمت او زیان زېږونکی علت کېدای شي.

د افغانستان دولت او په خاص ډول حکومت چې د واکمنۍ وخت یې کم پاتې دی،باید دې اندېښنو ته جدي متوجه شي.

دوی باید نړیوال پردې قانع کړي،چې هغوی یې له فساده نیولې تربې عدالتۍ،زورواکۍ او بلې هرې غلطې پورې ستونزو کې د عواملو یوه مهمه برخه دي او د دې پرځای چې اوس افغانان په نېمه کې خوشې او د پاکستان نوو دسیسو ته یوازې پریږدي،باید بدبختیو د یوه اصلي عامل په حیث د پاکستان د سمولو ټولې ممکنې هڅې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *