د پاکستان محکمې له پخواني پوځي دیکتاتور واکمن پرویز مشرف نه د ملي خیانت په دوسیه کې د دفاع حق واخیست.
پاکستان کې د قاضي طاهره صفدر په مشرۍ درې کسیز قضايي پلاوي، نن ورځ له پرله پسې نېټو ایښودلو وروسته د مشرف د محاکمې لپاره ټاکلې وه، خو دا چې هغه دا وار بیا محکمې ته نه دی حاضر شوی، نو محکمې ترې د ځان د دفاع حق واخیست.
د مشرف مدافع وکیل، نن محکمې ته د هغه د نه حاضرېدو له کبله عذر هم وړاندې کړی، خو قضايي پلاوي د مشرف د پرله پسې غیرحاضرۍ له کبله اعلان وکړ چې د ملي خیانت په دوسیه کې پرویز مشرف د ځان د دفاع حق نور نه لري.
د مشرف وکیل ډاکټر طارق حسن ویلي، نوموړی د مرګ په بستر پروت دی او پاکستان ته د راستنېدو نه دی، وزن یې په کمېدو دی او له ویلچر یا امسا پرته ګرځېدای هم نه شي.
ډاکټر طارق حسن محکمې ته وړاندیز کړی چې د مشرف بیان دې د ویډیو له لارې واخلي، خو قاضیانو یې دا غوښتنه هم رد کړې ده.