تاند- د بغلان امنیه قومندان پرون /شنبه/ وویل چې د ۲۷ ماشومانو، چې غالباً پاکستان ته د ځانمرګو بریدونو لپاره په قاچاق وړل کېدل، مخه نیولې ده.
د بغلان امنیه قومندان امین الله امرخېل رسنیو ته وویل: قاچاقبرو غوښتل چې دا ماشومان، چې عمرونه یې تر ۱۱ کلونو کشر دي، له کندوز ولایته پاکستان ته یوسي.
د ده په وینا قاچاقبرو غالباً غوښتل چې په پاکستان کې دغو ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکړي.
تر دې مخکې په ځلونو داسي ماشومان له ځانمرګو واسکټونو سره نیول شوي چې په پاکستان کې ځانمرګو بریدونو ته هڅول شوي او افغانستان ته راستول شوي دي.
وسله وال طالبان وايي چې دوی په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو کار نه اخلي خو تېره میاشت افغان امنیتي ځواکونو یوه ۱۲ کلنه ماشومه سپوږمۍ په هلمند ولایت کې مخکې تر دې ونیوله چې د پولیسو پر یوه پوسته ځانمرګی برید وکړي.
سپوږمۍ د خپل طالب ورور له لوري ځانمرګي برید ته اړ ایستل شوې وه.
سپوږمۍ د ولسمشر کرزي په امر بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه خو تراوسه څرګنده نه ده چې له هغې سره د کورنۍ غړیو څه چلن کړی دی.
د خود کشو پروژې ته بیا ډېرې پیسې راغلي دي، اودا په ګوتو کوي چې سفاک دښمن بیا مټې نغښتي دي ، يوځوان چې ټوله ورځ به ېې د کور او دوستانو څخه پیسې شکولې او چرس او شراب ېې عادت وو اوناسته ولاړه ېې د لوفرانو سره وه ، خپل دوست ته په تيليفون کې وویل ، دلته لاهور ته تبليغ دښونې لپاره راغلئ يم ، د عربو او مصر څخه غټ غټ عالمان راغلي دي ، جيب خرچ هم راکوی دوست ېې پرځان وویریده او تیليفون ېې پرې بند کړ، بیاېې ماته کیسه وکړه ( د دولتي ارګانونو څخه زمونږ هیله داده چې که په رښتيا د دې پروژې مخه نيول غواړي قاچاقبران دې سمدستي اعدام کړي اود ماشومانو کورنيو څخه دې تحقيقات وکړي چې ولې خپل دزړه ټوټې پلوري که مجبور وی دولت دې مرسته وکړي اوکه نه وی ، ماشومان دې په يتيم خانو کې وروزي