د دوشنبې په ورځ ( د جدي پنځه ویشتمه) د امریکا د خارجه وزارت یو عالي رتبه پلاوی په دوه ورځني سفر پاکستان ته لاړ چې د دواړو هیوادونو د خرابو شویو روابطو د ښه کولو لپاره هڅه وکړي او پاکستان یو ځل بیا د تروریزم په مقابل کې خپلو مسولیتونو ته وهڅوي. پاکستاني مقاماتو دغه پلاوي ته د نورو خبرو په ترڅ کې دا هم وویل چې د افغان مهاجرو فوري یا تر ټاکل شوي وخت مخکې ستنیدل ضروري دي. پاکستاني مقاماتو ادعا وکړه چې له افغانستان څخه ترهه ګر راځي او د مهاجرو په کیمپونو کې دیره کیږي او دې شي د افغانستان او پاکستان په روابطو منفي اثر کړی دی.

 له تیرو دوه، دوه نیمو اونیو راهیسې چې د ولسمشر ټرمپ ادارې په پاکستان باندې نیوکې زیاتې کړې دي او پاکستان ته د امریکا اخطارونو تر بل هر وخت ترخه ژبه پیدا کړې ده، دا څووم ځل دی چې پاکستاني مقامات د مهاجرو موضوع مطرح کوي.

 پاکستان د تیر میلادي کال په وروستیو کې ژمنه کړې وه چې د افغان مهاجرو د ستنیدو موده به د دوه زره اتلسم کال تر اخره پورې ځنډوي خو د دوه زره اتلسم کال په پیل کې د پاکستان په خلاف د ټرمپ له توندو خبرو وروسته د پاکستان کابینې فیصله وکړه چې شاوخوا څورلس لکه راجستر شوي مهاجر یوازې د جنوري تر پایه پورې په پاکستان کې پاتېدای شي.

 اټکل کیږي چې په پاکستان کې ټول ټال دوه میلیونه او څلور لکه افغانان ژوند کوي. د پاکستان د کابینې له وروستۍ فیصلې داسې ښکاري چې په دوه زره اتلسم کال کې ممکن ټول افغان مهاجر له پاکستان څخه وایستل شي.

 که څه هم مختلفو منابعو په دې خبره تاکید وکړ چې د فبروري تر اولې نیټې پورې مهاجرو ته وخت ورکول، ډیره غیر واقعي نیټه ده خو د پاکستان حکومت تر اوسه پورې نه یوازې د مهاجرو د وتلو لپاره په ټاکلې نیټه کې د بیا کتنې اراده نه ده څرګنده کړې، بلکې ملکي او نظامي مقاماتو یې د مهاجرو په ستنیدو باندې تاکید کړی دی. البته، د پاکستاني مقاماتو له وروستیو څرګندونو دا مطلب اخیستی شو چې ممکن د افغان حکومت او ملګرو ملتونو د فشار په نتیجه کې د فبروري لومړۍ نیټه یو څه موده ، مثلا تر پسرلي پورې، وځنډوي خو موده شاید ډیره اوږده نه شي.

 درې، څلور ورځې له مخه د پاکستان لوی درستیز هم د امریکا له نظامي مقاماتو سره په خبرو کې وویل چې د مهاجرو ستنیدل ضروري دي. د پاکستان لوی درستیز وویل، اوس چې امریکا له تروریزم سره په مقابله کې له پاکستان څخه لا ډیر کار غواړي، نو لازمه ده چې افغان مهاجر خپل وطن ته ستانه شي.

 د مهاجرو د ژر ایستلو په برخه کې د پاکستان د وروستۍ فیصلې په اړه د افغانستان ځینو مقاماتو ویلي دي چې د مهاجرو موضوع یوه انساني موضوع ده او پاکستان ته پکار نه ده چې سیاسي اړخ ورکړي او د ټرمپ د توندو نیوکو بدل له مهاجرو څخه واخلي.

 خو حقیقت دا دی چې پاکستان تر اوسه پورې هم افغان مهاجر د انساني همدردي په اساس نه دي پرې ایښي، بلکې خپل سیاسي مقاصد ورڅخه لري.

 په پاکستان کې میلیونونو افغان مهاجرو ته له پناه ورکولو څخه د پاکستان یو اصلي مقصد په  وروستیو دوه اونیو کې ښه څرګند شو. کله چې امریکا له پاکستان سره د افغانستان په اړه جدي خبرې پیل کړې او پاکستان یې په ډیر صراحت سره د ترهه ګرو په ساتلو تورن کړ نو پاکستان په خپله دفاع کې وویل چې که په پاکستان کې تروریست هم وي، دا به د مهاجرو په کمپونو کې وي او پاکستان ته دا سخته ده چې د پردي وطن د  میلیونونو اتباعو په باره کې دقیق معلومات ولري.

 اوس چې پاکستان وایي چې مهاجر باسم، له یوې خوا خو طبعا غواړي چې په افغانستان باندې فشار زیات کړي خو یو اصلي مقصد یې دا دی چې امریکا او نړیوالې ټولنې ته پیغام واستوي چې له پاکستان څخه ځکه ترهه ګر افغانستان ته اوړي چې دلته د مهاجرو کمپونه دي او ترهه ګر که په پاکستان کې پناه اخلي نو د افغانانو په کمپونو او دیره ځایونو کې یې اخلي.

 پاکستان پخوا دا خبره نه کوله خو اوس چې فشار ورباندې زیات شوی دی او په قوي احتمال د امریکا حکومت په پاکستان کې د ترهه ګرو د شتون په اړه موثق اسناد ورښکاره کړي دي نو پاکستان ته انکار سخته شوی دی او مجبور دی ووایي چې دا خو د مهاجرو په وجه دلته ترهه ګرځي، راځي.

 د جنوري په اوله نیټه د ولسمشر ټرمپ له توندو څرګندونو وروسته په اولو ورځو کې پاکستان په خپل ملک کې د افغانستان ضد ترهه ګرو له ساتلو چورلټ انکار وکړ خو هفته نه وه تېره چې د پاکستان دفاع وزیر وویل چې دا امکان شته چې د افغانستان د حکومت مخالف ترهه ګر به په پاکستان کې په تیت و پرک ډول موجود وي. پاکستان د ترهه ګرو د شتون په اړه دغه نیمګړي اعتراف ته ځکه غاړه کیښوده چې خبره په مهاجرو ټپ کړي.

 که چیرې دا نن نن د امریکا فشار پر پاکستان باندې کم شي، پاکستان به یو ځل بیا د مهاجرو د وخت اوږدولو ته تیار شي او د قرباني د ګډوري په توګه د استفادې لپاره به یې تر یوې بلې مودې پورې وساتي.

  افغان مهاجر اکثره ډیر بیوزلي دي او په وطن کې هم که یې کورونه او جایدادونه درلودل، اوس یا متروک پاتې دي او یا د زور خاوندانو غصب کړي دي خو دا هم حقیقت دی چې کله دوی پاکستان ته تلل نو هلته هم ورته کورونه او جایدادونه په انتظار کې نه وو. متل دی وایي چې پردی کټ تر نیمو شپو وي. مهاجرو ته په هر حال دا په ګټه ده چې خپل وطن ته راشي او دلته طبیعي ژوند پیل کړي.دلته به په اوله کې له ستونزو سره مخ شي مګر دا ستونزې به ورو ورو حل شي او د خپلو نورو وطنوالو په څنګ کې به د پردو له منته پرته ژوند پیل کړي.

 له بلې خوا افغان  حکومت ته هم پکار ده چې د مهاجرو راستنیدو ته تیار واوسي او د هغوی د ستونزو اواري ته لا جدي پاملرنه وکړي. د مهاجرو په ښارګوټو کې هغوی ته د ځمکې ورکولو د پروسې چټکتیا او شفافیت، راستانه شویو مهاجرو ته د صحي، تعلیمي خدماتو وړاندې کول او د خپلو جایدادونو د بیرته تر لاسه کولو لپاره له هغوی سره حقوقي مرسته ځینې هغه چارې دي چې حکومت یې باید په جدي ډول تر سره کړي.

  شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان مهاجر که سږ کال وطن ته راستانه شي او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې فعاله برخه واخلي نو دا امکان شته چې په راتلونکي پارلمان کې دوی خپل استازي ولري او په لنډ وخت کې پخپله د قدرت او حکومت برخه وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *