پاکستان کلونه له افغانانو او کوزو پښتنو سره لوبه وکړه او ډیر کله به خپلو دې لوبو کې کامیاب و او ګټه به یې لاس ته راوړه، خو اوس چې افغانان او کوز پښتانه یو څه بیداره شوي دي، د پاکستان ځینې لوبې او منترونه هم ورسره ناکامیږي.
له هغې ورځې چې کوز پښتانه د پنجاب پرضد راپورته شوي دي، له ای ایس ای او پآکستاني ریاست څخه یې لار ورکه کړې ده، پښتانه ځان ته حقوق غواړي او دهغو پښتنو خوشې کول غواړي چې دپنجاب په زندانونو کې د ترهګرو په تور بندیان دي.
پاکستان کې د پنجاب ادارې کلونه په پښتنو ظلمونه کړي، خو دا چې پښتانه یو سره نه و، یو یو یې ووژل او بندیان یې کړل، خو اوس چې پښتنو نسبي یووالی پیدا کړی ، پاکستان هڅه کوي چې د پښتنو دا یووالی په یو او بل نوم بدنام کړي او زیات پښتانه ترې کینوي.
پاکستان ډول ډول هڅې وکړي، کله یې د پښتون ژغورنې غورځنګ له هند سره په اړیکو تورن کړ او کله له افغانستان سره، خو په دې تړاو هیڅ ثبوت نشته چې وښيي پي ټي ایم دې بهرنۍملاتړولري.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتون ولس په چندو ولسي حرکت پيل کړی او د پښتون لپاره ژوند غواړي، په دې لار کې د هیچا پروا نه ساتي او دا مبارزه به ترهغې جاري وي، تر څو چې له پاکستان حقوق ترلاسه نه کړي.
د پاکستان پوځ له ای ایس ای او پاکستانۍ رسنیو سره یو ځای د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوم بدي کولو لپاره هڅې وکړې، خو په دې بریالي نه شول چې دا غورځنګ سره وپاشي، بلکې د دوی د تبلیغاتو برعکس پښتانه لا ډير سره یو شول او د هر څه په اړه له پآکستاني ریاست حساب غواړي.
اس ایس ای بالاخره د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي او خواخوږي چې په پولیس او پوځ کې دندې لري، د هغوی د ترور لپاره لاس پکار شول چې دا غورځنګ پرې نوم بدی کړي.
د همدې لپاره یې طاهر داوړ په اسلام اباد کې له خپل کور وویست، له څو ورځې بند وروسته یې وواژه او جسد یې د دې ډیورنډ کرشې ته نږدې افغانستان اړخ ته د دوربابا ولسوالۍ اړونده سیمه کې واچو.
د جسد له پیدا کیدو سره یو ځای د پاکستان رسنیو او ای ایس ای تبلیغات پيل کړل، چې طاهر داوړ له افغانستان سره اړیکې درلودلې او د افغانستان استخباراتي ادارې وژلی دی، خو له دې ادعا سره یو ځای کوزو پښتنو له ای ایس ای او پوځ څخه ځینې پوښتنې وکړې چې په ځواب کې یې د پآکستان ریاست پاتې راغی.
ای ایس ای د طاهر داوړ وژنه او ترور داسې پلان کړی و چې کوز او بر پښتانه به سره په جنجال واړوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ به د افغانستان له استخباراتي ادارې سره په اړیکو تورن کړي، خو په دې کار بریالي نه شول.
ځکه په ننګرهار کې د طاهر داوړ مړی په ډیر درناوي سره کفن شو او له قبایلو راغلو مشرانو ته یې په پوره درناوي سره وسپاره، د قبایلو مشرانو په ډآډ سره وویل چې د پنجاب اداره یې د پاشلو او تفرقې لپاره کار کوي او په دې کار به بریالي نه شي.
د طاهر داوړ جنازه په ښو مراسمو سره تورخم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته وسپارل شوه او دا غورځنګ په پام کې لري چې د داوړ د مرګ په غبرګون کې پراخ لاریونونه وکړي.
د دې پر ځای چې افغان حکومت د طاهر داوړ په تړاو سپناوی ورکړي، کوزو پښتنو په یو غږ د طاهر داوړ مرګ د پآکستان په ای ایس ای ادارې واړو او باور لري چې ای ایس ای دا کار د کوزو او برو پښتنو د بې باوره کولو او پښتون ژغورنې غورځنګ د نوم بدي کولو لپاره کړی دی.
اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم کار کوي چې د طاهر داوړ د مرګ قضیه په یو نړیوال کمېسیون باندې وڅېړي،تر څو مالومه کړي چې طاهر داوړ څنګه له کوره یوړل شو، چرته بندې و، چرته ووژل شو او څنګه یې جسد ډیورنډ کرښې پورې رسیدلی دی.
ایا اسلام اباد تر ټولو خوندې ځای نه دی، څنګه یو پولیس افسر له کوره تښتول کیږي او بیا یې جسد تر افغانستان رسیږي، څنګه د یو مړي جسد په هغه کټارو او اغزن تار واوښت چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په ډیورنډ کرښه لګولي.
نو تراوسه له وضعیت داسې ښکاري چې پاکستان په دې چال کې کوټ خوړلی چې د طاهر داوړ له مرګ څخه به د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاشلو او لر او بر پښتنو ترمنځ دبې باورۍ پيدا کولو لپاره کار واخلي.
کوزو پښتنو تېره ورځ ننګرهار کې په ښکاره د طاهر داوړ مړینه د ای ایس ای کار وباله او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستاني ریاست به د دې کار پوښتنه کوي.