عبدالقدیر مطفی

مخکي له دي چې دپاکستان دترهګرۍ او افراطیت ځالو په هکله خپل نظر بیان کړم راځم د پاکستان په نامه هیواد یو کوچني شانتي تاریخي پس منظر ته چې پاکستان څوک دی په خلاصه او واضحه الفاظو کې دپاکستان تعریف که داسي وکړو چېدهندوستان تقسیم او دپاکستان جوړیدل د دوهم نړیوال جنګ نه ورسته دنړۍ په تاریخ کي ستره پیښه وه دا پیښه که څه هم دجوړ شوي ملت پاکستان لپاره ګټوره وه خو دنوري نړۍ او په خصوص د دوه سترو قامونو پښتون او بلوچ لپاره یوه نه جبرانیدونکي خساره په توګه ثابته شوه دپاکستان جوړښت سره جوښت دنړۍ په تاریخ کې ستر بدلون راغي ستر هندوستان په څو ټوټو تقیسم شو، پښتونستان دپنجابیانو په ولکه او جال کې ګیر شو، په نړۍ کې مختلف غبرګونونه راپورته شول ځینو  بیا دپاکستان جوړښت دمسلمانو دقیادت او ددوي داتفاق په نتجه کې یو جوړښت بیناوي خو داځکه حقیقت نلري ځکه چې قضیه بل ډول وه انګریزانو له پخوا راهسي چې کله هم دهندوستان نه دوتلو سوچ وکړو نو دوي دخپلو ملي ګټو لپاره دهندوستان دتقیسم سوچ لپاره یوه ستره ستراتیژي چې پکې ډير بنیادي او اساسي معیارنو برابره ستراتیژي ده چې انګلیسانو دخپلو سیاسي،اقتصادي ، کلتوري ګټو په موخه دخپلو وفادارو غلامانو په لاس جوړه کړي پالیسي ده ترتیب کړه پاکستان دانګلیس ددي عنوان لاندي رامینځ ته شو.    The Great Game دا ستره لوبه یا دا اصطلاح څه مانا لري دا اصطلاح په ۱۹ پیړۍ په لمړۍ کلونو کې وکاریده دي اصطلاح دانګریز دامپراطورۍ (British Empire)  او د روسي دسلطنت (The Russian Empire)  ترمینځ په هغه وخت کې وکاریده چې کله دددي دواړو عظیمو دوخت طاقتونو ترمینځ جنګي عسکری کړکیچ رامنیځ ته کیدو په حال کې وو. او یاده اصطلاح دایسټ انډیا دکمپنۍ یو استخباراتی مامور((AnthurConolly

ورسته له دي بیا انګلسیانو همدغه لوبه دپاکستان دجوړیدو لپاره په همدي نامه پیل کړه دانګلیسانو دنظر وو که چیري دوي له دي ځایه لاړ شي روسان به پدي منطقه کې مسلت شي او هم به دا منطقه دخپل کنترول لاندي ونیسي او دي خبري حقیقت هم درلود روسان له ډيره وخته پدي فکر کې وو چې څنګه دهند په طرف حرکت وکړي دروس او دانګلیس ترمینځ نظریاتي اختلافات له دا ډير پخوا نه موجود وه په هر حال دپاکستان جوړښت څه طبعي پیښه نه وه دا په پوره باقاعده فکر سره دانګلیس دګټو لپاره جوړکړۍ شوۍ هیواد دی چي دمختلفو قومونو او افکارو خلک پکي په زوره راټول شوي دي پاکستان یو جوړ شوي ملت دی چې دنورو ملتونو په شان نه بلکې دڅو ملتونو په زوره په جغرافیه کې راټول کړئ شوه او دپاکستان په نامه ونومول شو ترڅو دانګلستان ګټي په منطقه کې خوندي کړئ شي دا وو په خلاصه او لنډه توګه دپاکستان په هکله څو لنډي خبري پاکستان ته نړیوال ولې دترهګرۍ او افراطیت ځاله وايي؟

دپاکستان دجوړیدو سره په افغانستان کې دپاکستان مداخلي پیل شوي پاکستان دافغانستان په اموراتو کې ځکه لاسوهنه کوله ځکه چې دپاکستان ګټي پدي کې ډيري وی ددوي لاسوهنه دجوړیدو سره سمه پیل شوه په افغانستان کې دپاکستاني استخباراتو او فوج دلاسوهنې او مداخلې تاریخ اوږد دی خو، له تیرو څو کلونو راهیسي دپاکستان اسټبلیشمینټ ( فوج او استخبارتي اداره ای ایس ای ) په مستقیمه توګه ترهګرو په لاس دافغانستان جنګ رهبري کوي اکثره وخت افغان حکومت پاکستاني فوجیان او داستخباراتو غړي په سیمه کې دجکړي په مهال نیولي دي دپاکستان دملکي حکومت سره دافغان حکومت مذاکرات هیڅ پیله نه لرله پاکستان نه یوازي دترهګرۍ او افراطیت روزنه وکړه بلکي دافغانستان په نا امنۍ کې يې لا سترګامونه اوچت کړل ترڅو دافغانستان نسبي امنیت ته تاوان ورسوي پاکستان تش په نامه دترهګرۍ په خلاف جګړه پیل کړي چې صرف دشخصي مفاداتو لپاره دخپل خلکو او په خصوص دافغانانو وژنه يې پیل کړي دوي نه یوازي ترهګرۍ په خلاف جنګ تش په نامه کوي بلکې په همدي پیسو چې دترهګرۍ په خلاف دجنګ په نامه يې له امریکا او نورو آروپايي هیوادنو اخلي پري ترهګر او افراطیت ځالي جوړوي او هم د ترهګرۍ دپراختیا او دصادرولو چاري يې په مخ بوځي پاکستان دافغانستان په داخلي چارو کې هم له هرډول مداخلو کار اخیستي او هڅه کوي ترڅو دافغانستان مرکزي حکومت ضعیفه او ناتوانه کړي او افغانستان یو ځل بیا دتیر په شان بې ثباتۍ او بربادۍ کندي ته وغورځيږي دپاکستان داسټبلیشمنټ دا سوچ دی که چیرې افغانستان په خپلو خپو ودریږي نو دپاکستان نه حساب غوښتلۍ شي په همدي دلیل دپاکستان نظامي قوتونه په افغانستان کې مستقیمه مداخله کوي ترڅو افغانستان ناامنه کړي دافغانستان دناامنه کولو لپاره پاکستان مختلف ګروپونه او مرکزونه جوړ کړي کله چې دپاکستان حکومت دضرب عضب په نامه عملیات پیل کړل نو مخکي ترمخکي ېې هغه ډلي چې په افغانستان کې دافغان حکومت په خلاف جنګیږي امن ځایونو ته ولیږدولي او هم ېې ورته امکانات برابر کړه ترڅوامن ځایونو ته ځان ورسوي او دافغان حکومت په خلاف جنګ ته ادامه ورکړي دافراطیت دا اور لمبي په افغانستان کې دپاکستان دلاسوهنو نتجیه ده ددي سره سره د پاکستان اسټبلیشمنټ یو تعداد کرایي ملایان چې په مختلفو شکلونو سره دافغانستان جنګ جهاد بولي خلک تشویقوي ترڅو په افغانستان کې دترهګرۍ او افراطیت لپاره چمتو شي او مختلفو وختونو کې فتوی يې په همدي کرایي ملایانو صادري کړي ترڅو ددوي په وینا افغانستان کې جنګ جهاد دی او پاکستان کې جنګ کفر دپاکستان دترهګرۍ په خلاف جګړه کې څو ځلي دافغانستان حکومت مذاکرت وشول خو نتیجه ېې ځکه نه درلوده چې پاکستان دافغانستان په مقابل کې خپله خارجه پالیسي داسي ترتیب کړي چې په هغي کې دافغانستان دجوړیدو سوال نه مطرح کیږی او افغان حکومت په بار بار سره پدي نیت چې یو ورځ به پاکستان په خپلو وعدو وفا وکړي له دوي سره خبري اتري جاري وساتلي پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی په تیرو ۱۳ کلونو کې تر ۲۲ زیات رسمی سفرونه پاکستان ته درلودل ترڅو پاکستان ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې مداخلي بندي کړي خو پاکستان چې دشیطانیت او مکارتوب خوي او خصلت درلود بیا هم په ډیري بې شرمۍ سره دافغانستان په مقابل کې جنګ جاري وساته او دافغانستان په نا امنه کولو کې يې خپل رول ښه په مکارۍ ادا کړو احصایه ښۍ چې په کال کې ۳ زره ملي اردو ۳ زره ملي پولیس او څه زیات او کم ۳ زره ملي امینت دافغانستان په جګړه کې شهیدان کیږی او ددي سره سره دملکي تلفاتو احصایه او دقیق معلومات تراوسه نشته خو ترډيره بریده په تیرو ۱۳ کلونو کې دپاکستان دافراطیت او ترهګرۍ له وجي شهیدان کیږي نه یوازي تیر ۱۳ کاله بلکې تردي وړاندي هم پاکستان دترهګرو په لاسونو په افغانستان کې ۱۰۰ ګونه زره افغانان شهیدان بې کوره او معیوب کړه او پاکستان په ښکاره پدي نامه په افغانستان کې دترهګرو ملاتړ او دافغانستان په مقابل کې ترهګر روزي ترڅو افغانستان یو ضعیفه او بې ثباته هیواد په توګه وساتي ترڅو د ډیورند ستره مسله له افغانانو پاتي شي.

پاکیستان خارجه پالیسي چې دانګریز استعماري قوتونو جوړه کړي تل په منطقه کې دنه امنۍ او دافغانستان په امواراتو کې لاسوهني په شکل جوړه کړي ورستۍ ناامنۍ او دافغانستان دنظام او بقا په مقابل کې پاکیستان د هرډول ممکنه لارو چارو کار اخیستي.

پاکیستان نه یوازي د ډیورند بلکې داقتصادي پلوه افغانستان دخپلو بې کیفایته او بې کاره تولیداتو لپاره مناسب بازار ګني دوي نه یوازي افغانستان ته خپل بیکاره توکي رالیږي بلکې هڅه کوی ترڅو افغانستان دنړۍ بازارنو سره هیڅ نه وي نښتۍ پاکیستان دافغانستان په اقتصاد باندي مکمله توګه باندي قابضه شوي دوي نه غواړي چې افغانستان دمخدره توکه بغیره کوم څه تولید کړي او هغه تولیدات چې دافغانستان تولیدات دي په خپله نامه نورو هیوادنو ته صادروي ځکه افغانستان د ټرانیزټ په برخه کې پاکیستان ته محتاج دی او کله هم چې دافغانستان د تولیداتو وخت راشي پاکیستان دغه تولیدات په خپل نامه نورو هیوادنو ته صادروي.

پاکیستان دافغانستان نه نور هیڅ هم نه غواړي دپاکیستان دفوج لوړ پوړي چارواکي له امریکا سره په خبرو بوخت دي او امریکا دي ته وهڅوي ترڅو دافغانستان چارې دپاکیستان په لاس دپخوا په شان تنظیم کړي.

پاکیستان دهند سره او هند دپاکیستان سره د یو بل نه ډګرونه د کابل په میدان کې ګټي، پاکیستان دهند په مرستو نیوکه کوی او دخپلو ټولو ممکنه هڅو با وجود هم تراوسه پدي ندي توانیدلي ترڅو دافغانستان سره دنړیوالو اړیکو دغه رابطه ختمه کړي.

پاکیستان په ښکاره دحامد کرزی دحکومت دا غوښتنه لرله چې د ډيورند کرښه باید افغانستان حکومت منحیث دیو نړیوال سرحد په توګه افغان حکومت باید ومني دوهم دافغانستان خارجه پالیسي باید دپاکیستان په خوښه جوړه شي دریم دهند سره دي رابطه کمه شي او افغان ځواکونو ته دي دپاکیستان فوج ټرینګ او یاهم تربیت ورکړي چې افغان حکومت په کلکه دري واړه غوښتني رد کړي.

نور بیا …

ومن الله توفیق

ژوند ژوند لوی افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *