تاند- د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي له مسکو سره د اسلام اباد اړیکې د بل هیواد پر ضد نه دي.
ده د شنبې په ورځ وویل، پاکستان غواړي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د ستونزو د مخنیوي لپاره له روسیې سره په افغانستان کې د سولې په پروسه کې کار وکړي.
ښاغلي اصف د دې نظر د ردولو په ترڅ کې چې پاکستان ته د روسیې د دفاع وزیر وروستی سفر به هند او امریکا خوابدي کړي، وویل، د اسلام اباد او مسکو په اړیکو کې ښه والی په دې معنا نه دی چې له نورو هیوادونو سره به د پاکستان اړیکې خرابېږي.
د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز واشنګټن ته تللی چې له امریکا څخه پوځي او ملکي مرستې ترلاسه کړي.
د پاکستان دفاع وزیر وویل، روسیه د سیمې ستر هیواد دی او پاکستان د یوه خپلواک هیواد په توګه د روسیې پر رول سترګې نه شي پټولی.
ده وویل:«موږباید هېر کړو چې روسیې پخوا څه کړي او باید وګورو چې په سیمه کې څه پېښېدونکي دي. پاکستان په سیمه کې د روسیې او چین حضور د سولې او ثبات تضمین ګڼي او همدا علت دی چې درې هیوادونه په ستراتیژیکو مسایلو کې سره نژدې کېږي.»
روسیې پر پاکستان د وسلو د پلورلو بندیز سږ کال پای ته ورساوه او ټاکل شوې ده چې روسیه پر پاکستان ایم آی-۳۵ جنګي څرخکې وپلوري.