تاند- په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، په جلال اباد کې یې خپله کونسلګري د ننګرهار د چارواکو د مداخلې له کبله تر نامعلومې مودې پورې بنده کړې ده.

د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی دی.

سفارت همداراز ویلي چې په جلال اباد کې یې خپله کونسلګري د دې لپاره بنده کړې چې د دغه دیپلوماتیک مرکز په فعالیتونو کې د ننګرهار د والي او نورو سیمه ییزو چارواکو پر لاسوهنې احتجاج وکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي«په کابل کې د پاکستان سفارت په جلال اباد کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د کونسلګرۍ په کارونو کې د والي حیات الله حیات پر مداخلې ژوره خواشیني ښيي او هغه د ویانا د ۱۹۶۳ د کونسلي اړیکو بشپړه سرغړونه ګڼي.»

سفارت همداراز ویلي چې د افغانستان له باندنیو چارو وزارت څخه یې غوښتي چې د ننګرهار والي د پاکستان د

کونسلګرۍ په چارو کې له لاسوهنې منع کړي.

پاکستان دا اعتراض وروسته له دې وکړ چې د ننګرهار والي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان کونسلګرۍ ته لاړ چې د هغې له لوري افغانانو ته د وېزو ورکولو بهیر وویني.

والي، چې امنیتي چارواکي او پولیس ورسره ول، د وېزې د ورکړې د شرایطو پر اسانه کېدو خبرې وکړې.

د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې والي وروسته له دې کونسلګرۍ ته لاړ چې د خلکو له لوري ورته ډېر شکایتونه وشول.

3 thoughts on “پاکستان د احتجاج په توګه په جلال اباد کې خپله کونسلګري بنده کړه”
  1. AFTER GOVERNER KHUDAY DAD BASHAR MAL SAHIB FOR THE FIRST
    TIME NANGAR HAR GET ONE GOOD GOVERNER ,
    BEFORE ALL GOVERNERS IN NANGARHAR WAS CONNECT WITH PAKISTAN;
    HAJI QADEER/GULAGHA SHIRZAI/ATTAULLAH LODEEN/MANGAL MANGAL.
    PAK COUNSEL IN JABD SALE VISA BY BLACK MARKIT/
    ISI INTELLIGENT SER VICE ACTIVITY IS UNLIMITED,
    MANY SOLDOUT AFGHANS ARE WORKING FOR PUNJAB.
    GOVERNMENT NEED TO ONE WIDE SECURITY WITH MORE PERSONEL FOR JALALABAD&NANGARHAR.
    ,THANK YOU

  2. حيات اله ، حيات ـ ډېر فعال او تکړه والي دئ ، د پاکستان د سفارت عکس العمل او حساسيت اصلي وجه د والي صيب لخوا د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز لګول دي ، او دا هم امکان لري چې د کونسلګرۍ منسوبين د دلالانو سره په کمیشن کې شريک وي ، ځکه خو د هرپاسپورت پټ کمیشن ۸۰۰۰روپۍ دئ

  3. مږنږ افغانان نو ته هم شرم پکار دی چه یو د ښمن ملک په ویزو مو وار نه کیږی ،یاره عجیبه خلک یو ، راځی په یوځل پاکستان ته د تلو نه ووایا او هم یی وارداتو څخه استفاده بنده کړواو ان که په ننګرهار او خوست کی یی د روپی چلند بند کړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *