د پاکستان د هلال کمیټې یو مفتي، چې عبدالقوي نومیږي او ټول پاکستان یې په فتوا روژه نیسې او اختر کوي، له یوې مشهورې پاکستانۍ موډلې او بدلمنې قندیل بلوچ سره روژه ماتی او ساعت تېري کړی.
د مفتي او قندیل بلوچ د پردې تر شا دغه راز وروسته تر هغې په ډاګه شو چې قندیل بلوچ په ټولنیزو رسنیو کې له مفتي سره خپل ګډ سیلفیان او ویډیو خپره کړه، دغو سیلفیانو بلوا جوړه کړې او ټول د مفتي او بلوچ پر اړیکه خبرې کوي.
پاکستان کې دا ډول کیسې ډیرې دي، په دغه هېواد کې دا وړه موضوع ده ځکه چې هغوی د سکس او فاحشه خانو لپاره رسمي جوازونه ورکړي او میاشتنی ټکس یا مالیه ترې اخلي، خو دغه موضوع خلکو ځکه جدي نیولې چې د مفتي په اعلان کلونه ـ کلونه خلکو روژې نیولې او اخترونه یې کړي دي.
دغه راز د پاکستان د مفتیانو په اړه له پخوا بې باور موجودې وې، خو په دې تړاو خلکو سره هیڅ ډول ثبوت نه و چې وړاندې کړی یې وای.
مفتي عبدالقوي د هلال کمیټې د غړیتوب تر څنګ د یو بل کرکټي مفتي عمران خان د ګوند تحریک انصاف د مذهبي کمیټې مشر هم دی.
عمران خان هغه څوک دی چې په افغانستان کې جګړه جهاد بولي او په افغانستان کې جګړه د پاکستان دفاع بولي او د دې کار لپاره یې تازه له هغو مدرسو سره مرستې کړي چې د ترهګری په روزنه تورنې دي او په افغانستان کې د وسله والو لیکو ته سرباز ګیري کوي.
دا موضوع د افغانانو لپاره ولې مهمه شوه؟
پاکستاني مفتیانو تل په افغانستان کې جګړه جهاد بللې او د دې کار لپاره یې په پاکستان کې میشت افغانانو او د مدرسو طالبانو ته ناسم ذهنیت ورکړی دی.
په افغانستان کې وسله والو ډلو هم تل د پاکستان د مفتیانو فتواوو ته سترګي نیولي او هغه کار کوي چې پاکستاني مفتیان یې ورته وایي، که هغه د پلار وژل هم وي.
په افغانستان میشت هغه خلک چې د پاکستان په اړه یې ټول حقایق موندلې او درک کړي، پوه دي چې د پاکستان هر کار یو رزالت لري او هلته ټولې مدرسې د ای ایس ای له لوري تمویلیږي او مستقیم پکې دخیل دي چې د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي.
له افغانستانه تل پر وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو غږ شوی چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره افغانان سره خپلو جنګوي او د جنګ د جواز لپاره له خپلو مفتیانو کار اخلي، خو د دوی مفتیا بیا داسې راووځي، لکه مفتي عبدالقوي.
د دوی مفتیان د افغانستان د جګړې لپاره خلک تشویقوي چې په وژل کیدو سره به د جنت حورې ورکول کیږي، خو خپله بیا د جنت تر حورو د دنیا حورو اولویت ورکوي او د قندیل بلوچ په څیر نجونو سره د روژې په مبارکه میاشت کې ساعت تیري او سکس کوي.
په افغانستان کې وسله والې ډلې تل وایي چې پاکستان مرستې ورکوي او هغه یو اسلامي هېواد دی، خو تراوسه یې سترګې پرا نه نیستلې چې په لارهور، کراچي، اسلام اباد کې د فحاشی رسمي مرکزونه چې جوازونه لري وګوري.
دا نه ګوري چې ډمې یې د دریځ پر سر مینه والو ته ګډیږي او بیا سینې لوڅوي او پرتوګ باسي، تراوسه یې د شمع سینما و نه لیدله چې ټوله ورځ پکې سکس فلمونه چلیږي او ډاګیز لواطت په کې کیږي، تراوسه یې درک نه کړه چې پاکستان چې کومې مرستې د افغانستان د جګړې لپاره وسله والو ته ورکوي، د فحاشی د مرکزونو د ټکس پیسې دي.
نو پر پاکستان باور د خپل کور، کورنۍ، کلي، ولسوالۍ، ولایت او بالاخره افغانستان ورانول دي او هغوی هیڅکله له یو چا سره بلاعوضه مرستې نه کوي او نه دومره د جهاد او اخرت په غم کې دي چې ګنې د افغانستان د جګړې مرستې به یې له عذابونو وژغوري او زیات ثوابونه به وګټي.
نو که پاکستان په نورو هېوادونو کې جګړه جهاد بولي او د دې کار لپاره نغدي او نورې مرستې برابروي، بیا دې په خپل هېواد کې یو اسلامي نظام راولي او هغه فاحشه خاني او نور مرکزونه دې بند کړي چې رسمي جوازونه لري او له همدې لارې د خپلې ملي بودجې کسر پوره کوي.
د قندیل بلوچ او مفتي د دوامداره اړیکو په هیله
کیدای شي چې لکه دایران امامان دڅو شیب ضیغه ئې کړې وي، بیا نو هر څه حلال دي۰
مفتي قوي ښه بختور دی په دې دنیا ئې حورې نصیب کیږي۰ زمونږ تنکي ځوانان ئې د باروتو او چرسو په لوګي کې، د بی ګناوو خلکو د وینو په سرو رنګو کې لټوي، خو نه ئې مومې۰
که دا د رسوائې قصه زمونږ په هیواد کې وای: اوس به هغه ښځه په څه وحشت او ظلم لکه فرخنده په بې سیرتۍ وژلې شوې واې۰
خو زمونږ مسلمان ګاونډئ ملا فضل به اوس فتواې ورکوي چې: پاکستان کې بات کرتې هې، اسلامیت کې بات کرتې هې، انسانیت کې بات کرتې هې۰ بهایو، لوګو( عید سې پهلې چاند دیکنې کې خواهش…) کأور کروو۰ مطلب موضوع پټه کړۍ او ووائې چې دا ټول د موفتي په ضد تبلیغ دئ۰
خوارې کړې اه مینځې چې د مینځو پښې ورمینځي۰ هو هغه افغان دې خوار شي چې د لاهور او ملتان په خوله روژه ماتئ، اختر او برات وکړي۰ .
دغسې شرمیدلي او سرکوزي دې وي د مظلوم افغان ولس ـ دښمن۰
د څو شیبو نکاح
د پاکستان اصلی نوم فکستان دی خو پښتنو لیکوالو له خوا د ف حرف په پ اوښتی دی ، هیله ده چې زمونږ ټول لیکوالان د دې هیواد نو د « فک ستان » په شکل ولیکی. د فک ستان عالمان هم منافقین دی ، د فک ستان لوی مفتی د قندیل جانی بلوچ لپاره روژه هم نه وه نیولی. وایی مړی چې خدای شرموی په تخته یی غ …. ځي . داهم د فکستان د تحریک انصاف عمران خان بابوجی لوی مفتی چی د روژې د میاشتی په پنځلسمه یی کوچنې اختر تجلیل کړ.
ده خو واسکت ورته ایستلی ، خیر نور سه به یی کری وی
http://tune.pk/video/6573502/qandeel-baloch-leaked-video-with-mufti-abdul-qawi-میرے-سپنوں-کی-رانی-کب-آے-گی-تو؟