د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- وروسته له دې چې د افغانستان حکومت پاکستان د کابل د جمعې د ورځې په حملې کې په لاس لرلو تورن کړ، پاکستان د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړ او د افغانستان له لوري یې د پاکستان پر خاورې د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم د دوشنبې په ورځ وویل:«په مومند او باجوړ ایجنسیو کې د پولې پوري غاړې تروریزم مسله د افغانستان له سفیر سره یو ځل بیا یاده شوه. پر دې ټینګار وشو چې باید د افغانستان د حکومت له لوري د باور وړ ګام واخیستل شي څو د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کار اخیستو مخنیوی یقیني شي.»

پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې تېره اوونۍ د دغه هیواد ځواکونو له افغانستانه د پاکستاني سخت دریځو د څو حملو مخه ونیوله.

له بلې خوا پاکستان د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان په برید کې د آی ایس آی او لشکر طیبه د لاس لرلو په اړه د افغانستان د حکومت ادعا رد کړه.

د افغانستان د ملي امیت شورا او استخباراتو د یکشنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ د کابل په میرویس میدان کې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان حمله لشکر طیبه د بهرنیو استخباراتو په مرسته تنظیم کړې وه. د افغانستان حکومت په زغرده د پاکستان نوم نه و اخیستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون /دوشنبه/ په یوه اعلامیه کې وویل:«موږ په کلکه په دې برید کې د پاکستان لاس لرل په کلکه ردوو.»

پاکستان همداراز ویلي چې د افغان چارواکو څرګندونو سخت خوابدی کړی دی او هغه غیر مسوولانه بولي.

پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې د کورنیو چارو وزیر داوود زي وویل چې یو ځانمرګی یې پېژندلی دی او هغه ۱۰ ورځې پخوا له پاکستان څخه راغلی و.

ښاغلی داوودزی د عبدالله پر انتخاباتي کاروان د برید په اړه د څېړنې د پلاوی مشري په غاړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *