تاند- پاکستان د افغانستان د دولت او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیکېدو هرکلی وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلام اباد د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د افغانستان د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک هرکلی کوي او یو ځل بیا پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان شخړه پوځي حللار نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ویلي چې د سیاسي خبرو اترو له لارې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو تر ټولو اغېزمنه لار ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي چې د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې بریالیتوب په دې برخه کې هڅوونکی ګام دی.
د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو اصلي ډلې، چې افغانستان وايي مشران یې په پاکستان کې دېر ه دي او له هماغه ځایه د پاکستاني استخباراتو په ملاتړ په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي، حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې په کولو غندلی دی او ویلي یې دي چې نوموړي په دې کار لوی جنایت کړی دی.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي«دا زموږ د زړه له کومې هیله ده چې د سولې دا موافقه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانستان د حکومت د نورو وسله والو مخالفانو او حکومت ترمنځ د ورته موافقې فرصت برابر کړي.»
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت همداراز ویلي«د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او ولس سره د سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره په هلوځلو کې پر خپل پیوستون، یووالي او ملاتړ تاکید کوي.»
پاکستان دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د سارک په سرمشریزه کې تر هغو ګډون نه کوي چې د سیمې ستونزه حل شوې نه وي.
تر افغانستان وړاندې هند، بوټان او بنګله دېش هم ویلي وو چې په اسلام اباد کې د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې په سرمشریزه کې ګډون نه کوي.
غول يي خوړلي پاکستان د موافقي هرکلي وکړ . تاسو د تاند کارکوونکو هم زر نشر کړو ؟ يره ډير پيسه خور خلک خو ياستۍ خبريالانو ؟