د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د سفارت شارژدافېر احضار کړ چې د افغان ملي پولیسو له خوا د پاکستان په لوري د ډزو په خاطر احتجاج ورواوروي.

د پاکستان د نیوز انګریزي ژبې ورځپاڼې د ویبپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د سفارت شارژدافېر نن په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو چې د بلوچستان ایالت د ژوب د سیمې د ګودوانې کلي ته نژدې پر پاکستاني اتباعو د افغان پولیسو د ډزو په خاطر خپل سخت اعتراض څرګند کړي.

خو پاکستان ټوډې ورځپاڼې بیا د پاکستاني چارواکو په قول ویلي چې د افغان سرحدي پولیسو په ډزو یو سرحدي ملېشه، یوه ښځه له خپلو دوو وروڼو سره وژل شوې او ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

دې ورځپاڼې د وژل شویو کسانو نومونه هم ښودلي او ویلي یې دي چې ټپیان د ژوب روغتون ته وړل شوي دي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دا پېښه نن هغه مهال وشوه چې افغان سرحدي پولیس په درو نقلیه وسیلو کې له ډیورنډ کرښې واوښتل او بې موجبه یې د ژوب په اړوندې سیمې قمرالدین کارېز کې ډزې پیل کړې.

قمرالدین کارېز د افغانستان پکتیکا ولایت ته څېرمه دی.

افغان چارواکو تردې دمه د ډیورنډ پر کرښه پر چا د ډزو او د پاکستان د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سرحدي پولیسو په ډزو پنځه ملکیان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«د پاکستان د حکومت جدي اندېښنه اعلان شوه. د افغانستان له حکومته وغوښتل شول چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي، د پولو د همږغۍ او همکارۍ میکانیزم ته وفادار پاتې شي او د داسي پېښو، چې د دوو هیوادونو دوستانه اړیکې او د دوو وروڼو هیوادونو ترمنځ ښه نیت ته زیان اړوي، د تکرارېدو مخه ونیسي.»

پاکستان دا احتجاج وروسته له دې وکړ چې د افغانستان حکومت د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز پر وروستیو څرګندونو سخت عکس العمل وښود، ویې ویل: «که پاکستان په پلمو پسې ګرځي بېله مسله ده خو افغانستان په ځلونو ویلي چې افغانستان هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخیستل شي.»

ایمل فیضي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په زغرده وویل، که په ۲۹۱۴ کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو په وتلو پسې هند په افغانستان کې د رامنځته کېدونکې تشې د ډکولو هڅه ونه کړي پاکستان به هم افغانان پر خپل حال پرېږدي او مداخله به نه کوي.

سرتاج عزیز: که هند نفوذ د کم شي له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې لاسوهنه نه کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *