عمر داودزی او سرتاج عزیز

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د قدرت د وېشلو نظر وړاندیز کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د فرشید احمدي له قوله وايي چې د پاکستان دې وړاندیز د افغانستان د حکومت غوسه پارولې ده.

د افغانستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي احمدي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا نظر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له سفیر عمر داودزي سره د جمعې د ورځې په کتنه کې مطرح کړ.

د احمدي په وینا د پاکستان وړاندیز یو ډول فدرالیزم دی چې پراساس یې د افغانستان په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې واک طالبانو ته سپارل کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي جبهې مشرانو محمد محقق، عبدالرشید دوستم او احمدضیا مسعود هم د فدرالي نظام غوښتنه کړې وه.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل:«موږ باور لرو چې پاکستان د افغانستان  په فدرالي کولو د هغه څه د ترلاسه کولو په لټه کې دی چې د طالبانو په وسیله یې په نیابتي جګړه کې لاس ته رانه وړل.»

تر دې مخکې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو له لوري د افغانستان د وېشلو د هڅې یادونه کړې وه.

ښاغلي کرزي پاکستان ته په اشارې وویل: ځیني هیوادونه غواړي چې په افغانستان کې ملوک الطوایفي رامنځته کړي. ده تاکید وکړ چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسی د دې هدف لپاره هلې ځلې روانې دي.

کرزي زیاته کړه:«له شپږمیاشتو راهیسي د طالبانو په وسیله د ملک الطوایفي هڅې رواني دي. دوی طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو له لارې غواړي چې خپل دا پلان عملي کړي. موږ ته له پاکستانه اوازې راغلي او په دې برخه کې راپورونه هم لرو چې دوی په دې باب هلې ځلې کوي. نپوهېږم چې په دې کې د پاکستان ګټه څه ده. داسي یو حالت د پاکستان لپاره لا په تاوان دی.»

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز احمد چودري دا خبره رد کړه چې ګنې د دغه هیواد د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان له سفیر سره د افغانستان د وېشلو په اړه خبرې کړي دي.

ده رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د سرتاج عزیز او داوودزي کتنه یو ډول تشریفاتي ملاقات و چې په ترڅ کې یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې. خو طالبانو ته د ولایتونو د سپارلو په باب څه ونه ویل شول.

رویټرز خبري اژانس وايي چې پاکستان د طالبانو پر مشرانو، چې د دغه هیواد د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې اوسي، د پام وړ اغېز لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستنې پرتمین او رسمي مراسم هم د پاکستان د پلان برخه وبلل چې هدف یې طالبانو ته د نړیوال حیثیت ورکول و.

ده زیاته کړه:«د پاکستان په حکومت کې ځیني عناصر د سولې له بهیره د افغانستان د دولت د کمزوره کولو او په افغانستان کې د کوچنیو ملوک الطوایفو د رامنځته کولو لپاره لوی پلان لري، په افغانستان کې د دوی تر ټولو مهمه ستراتیژیکه شتمني طالبان دي.»

احمدي دغه راز وویل:«په داسي حال کې چې موږ باور لرو چې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی عناصر د افغانستان د کمزوره کولو هڅې کوي، د دوی دریځ د ځینو دولتونو او موسسو ملاتړ ترلاسه کړی دی او دا مسله زموږ لپاره د لویې اندېښنې وړ ده.»

ښاغلي احمدي ټینګار وکړ چې په ځانګړي ډول آی ایس آی د دوحې په پېښو کې مهم رول ولوباوه.

ده دا هم وویل چې د طالبانو له دفتره د کابل د اعتراض په نتیجه کې د بیرغ او لوحې له لېري کېدو وروسته د طالبانو ټولو یا یو شمېر استازو په دوحه کې د آی ایس آی له چارواکو سره غونډه وکړه.:«موږ دا مسلې څارو او په دې پوهېږو چې د دوی (طالبانو او آی ایس آیس) ترمنځ منظم تماسونه دوام لري.

13 thoughts on “پاکستان د افغانستان د فدرالي کولو وړاندیز کړی”
  1. آی اس ای به څنګه د کابل سفیر ته نصیحت او لارښوونه نه کوي داسې و کوئ او داسې مه کوئ، د خدای لپاره تاسو وګورئ چې نن د مرحوم پژواک او شهید میوندوال په شان سترو او ویاړمنو افغانانو په ځای څوک ناست دي؟ په کابل کې دې څوک پر افغانستان سوزي او د پنجاب په لمن کې دې څوک؟ داسې څوک پاتې دي؟! هغوی ته به پنجابیان خامخا نصیحت کوي چې جاسوسي چې یو وخت لوی ملي ننګ شرم و، ویاړ ګڼي.

  2. Any type of the Government which will bring peace to the country will be better than existing so called government created by corrupt and illiterate warlords.
    Happiness and living in peace is the natural rights of every human where the people of Afghanistan had not seen those for 35 years.

  3. نیم پټی رشقه یې وخوړه لا هم وایي مږه ده؟! دا اوس لا ملوک الطوایفي نه ده؟ دا چې دوستم دې ستا والي د ټوپک په میل له جوزجانه شړي، دا ملوک الطوایفي نه ده؟ دا چې هغه بل دې چې اسمعیل ورته داړې جینګوي او له هراته یې په ژړا وباسي ، دا لا ملوک الطوایفي نه بولې؟! په ننګرهار کې دې بله پا چاهي ده، د ارزګان یو اوباش هزاره قاتل چې ارزګانیان یې سټ کړل او ستا تر ګیرې لاندې سرې سترګې ګرځي دې ته نوم ورکوئ؟! عطا دې په شمال کې په شین زور امارت جوړ کړی، سترګې دې پرې پټې کړي، غلی یې ، خلک خو یې ویني! ملکوک الطوایف لا ښه ده یو قانون خو به پکې چلیږي، د خدای لپاره نور بس دی خیانت! بس دی جنایت! بس دی نور د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل ، که په دې خلکو څوک پیدا نشول چې د غاړې دې ونیسي په خدای ج قسم چې سخت به درسره حساب وکړي.

  4. د کرزی وروستی څرګندونی چی طالبان په افغانستان کی ملوک الطوایفی ته لاره هواروی ، کاملا درواغ دی. طالبان خو هغه خلک وو چی ملوک الطوایفی یی له مینځه یوړه. د طالبانو له خوا د قطر انتخاب دا معنی لری چی طالبان ترهرچا ښه افغانان دی او افغانستان ګټو ته ژمن دی . دوی غواړی مستقل و اوسی . که داسی نه وای نو د قطر په ځای به یی په پاکستان کی دفتر درلود. لاکن هروخت چی د سولی خبری راپورته شی، کرزی یی کله په یوه بهانه او کله په بله ، د شنډولو هڅه کوی. کرزی باید له ځانه درواغ ونه وایی ځکه درواغ کبیره ګناه ده. یوځل دی طالبانو سره ځان پوه کړی چی هغوی څه غواړی ، بیا د یو څه ووایی. د اوازو له مخی او یا د استخباراتی راپورونو په بنیاد د طالبانو په هکله قضاوت کول، نیمګړی دی او دانصاف ضد عمل دی.

  5. عبدالله جانه وروره ته لکه چی تر اوسه هم په خوب کی یی ته لا پدی هم پوه نه یی چی با قدرته طالبان د منافقستان دګټی لپاره جنګیګی زه پخپله هم یو مجاهد یم د کرزی فاسد حکومت می نه خوښیګی مګر دا هم وایمه چی تولعنت دی پر داسی طالبانو وی چی دپنجابیانو دګټی لپاره جنګیګی دوی به بیا په کومو سترګو دی غیور او غیرتی ولس ته ودریګی په اخر کی وایم ژوندی دی وی با احساسه ریښتینی او پر وطن ولس او دین مئن طالب مجاهدین شرمیدلی دیوی دپردیو ګوډاګیان طالبان

  6. کرزي صاحب ته دي د سر خير وي !
    ډير کچکولونه يې وګرځول ،زحمتونه او رنګزردۍ يې وليدلې ،خو د غلو او داړه مارانو د منګولو څخه يې ځان او ولس خلاص نه کړ، برعکس هغوی يې ملياردران کړه .
    پدې کار سره کرزي صاحب غيري اګاهانه افغان ولس ته د ډير وخت لپاره د غلو داړه مارانو اوتجز يه طلبو عناصرو جبهه (شمالي ټلواله )قوي کړه.
    که د شمال تجزيه غوښتونکو سره په خپل وخت حسابي سوې وای، اوس به دپنجابيانو سره دومره سر دردي نه وای،ځکه د افغان دولت د مقاومت سيستم به قوي وای ،اوس خو هر ويروس پر دغه ضعيفه ارګانيزم تاثير کوي…
    صابرارمان

  7. رښتیا هم طالبانو غوښتل چی افغانستا ن ووشی مګر هسی ونه شول
    که چیری همداسی نه ؤ نو ولی امریکاسره خبری کوی او د افغانستان حکومت سره خبری نه کوی له دی نه معلومیږی چی طالبان دپاکستان کسان دی او پاکستان چی هر سه وغواړی هما غه سی کیږی

  8. عادل عادل خان او ټولو پښتنو ته دمینې ډک سلامونه وړاندې کوم. والله چې دا ریښتینۍ د مبارکۍ پيغام دۍ. الله پاک د دا حڅه کامیابه ولري چې زمومږ ستړۍ شوۍ وطن پکښې آرام شي. طالبانو په قطر کې د فتر له پرانستلو سره سم وويل، چې قطر کې د سیاسي دفتر جوړولو یوازینۍ هدف یې له اشغال څخه د افغانستان خلاصول دي. الله پاک د وکړي چې افغانستان د ټولو دښمنانو څخه يې خلاص کړي، آمین. پښتانه د لږ راويښ شي! لږ بیداره شي! دښمن د وپیژني! یوازې اشغالګر ندي! نور نور هم شته چې د پسونو پر جامو کې کرځي.

    پښتنو خپل ځان، خپل ایمان، خپل خلک، او خپله خاوره مه خرڅوۍ! تاسې به ټول پکښې جلا جلا او آخر تباه تباه شۍ. پښې مو په خپله خاوره کې خښې کړۍ! نور څوک مه پریږدۍ چې تاسو یو او بل څخه جلا کړي، بچیان مو بې سبقه کړي، کورنۍ مو بې کوره کړي، خویندې مو کونډې کړې او بچیان مو یتیمان کړي.

  9. والله چې دا ریښتینۍ د مبارکۍ پيغام دۍ. الله پاک د دا حڅه کامیابه ولري چې زمومږ ستړۍ شوۍ وطن پکښې آرام شي. طالبانو په قطر کې د فتر له پرانستلو سره سم وويل، چې قطر کې د سیاسي دفتر جوړولو یوازینۍ هدف یې له اشغال څخه د افغانستان خلاصول دي. الله پاک د وکړي چې افغانستان د ټولو دښمنانو څخه يې خلاص کړي، آمین. پښتانه د لږ راويښ شي! لږ بیداره شي! دښمن د وپیژني! یوازې اشغالګر ندي! نور نور هم شته چې د پسونو پر جامو کې کرځي.

    پښتنو خپل ځان، خپل ایمان، خپل خلک، او خپله خاوره مه خرڅوۍ! تاسې به ټول پکښې جلا جلا او آخر تباه تباه شۍ. پښې مو په خپله خاوره کې خښې کړۍ! نور څوک مه پریږدۍ چې تاسو یو او بل څخه جلا کړي، بچیان مو بې سبقه کړي، کورنۍ مو بې کوره کړي، خویندې مو کونډې کړې او بچیان مو یتیمان کړي.

  10. هر څوک چې دا خبره نه مني یا بیخي په ګاونډیانو خبر ندي او یا به د افغانستان د سپیڅلې خاورې ګاونډیان وي. کرزیه!!! راویښ شه. د افغانستان خدمت وکړه. ټوتې ټوټې یې نکړې، د خپل ځان او نوم قربانول ومنه خو د افغانستان نه!!! زه د ستا پښتنه خور درته زاري زاري کوم چې افغانستان او افغانان ونه ویشې!!!

  11. یوازی جاهلان، د طالبانو پلوی کوی… طالبان ټول جاهلان دي او د افغانستان څخه لوطستان جوړوي……

  12. تاند چلونکو او لوستونکوته سلامونه او نیکی هیلی
    که چیرته دتیرو دو لسیزو حوادثوته په کره ډول وکتل شی ده نظارشورا، ده مزاری ده وحدت ګوند او ده دوستم لومړنی ايتلاف ده داکتر نجیب ده حکومت له نسکوریدومخکی ده همدای فدرالی نظام ده جوړیدو او ده افغانستان ده ټوټه کیدو لپاره وول، خو کله چی دوستم ده ازبکستان او ترکیه غلام شوو، مزاری او محقق ده ایران لس پوڅی اختیارکړه او مسعود او ده نظار ډلګی ده روسیه اوتاجیکستان غلامان شوول نو پاکستان ده طالبانو ډرامه را پیل کړه کله یی چی ولیدل چی ده طالبانو په لیکوکی واقعی او په هیواد مین څوانان راټول شووی نو یو یوی ختم کړل شروع له شهید ملا بورجان نه شوو بیا یی په زرګونه په هیواد مین پښتانه په دشت لیلی که ده ملک دوستم او محقق قربانی کړل ، کله چی ده کرزی رژیم قدرت ته ورسیدی او دهند نفوذ په افغانستان که دپام وړ زیاتوالی راغی نوبیا ای ایس ای او پاکستانی رژیم ده اسلام ده پتنګانو نوی احساساتی ډله (طالبان او حقانی ډله )وګومارله چی دغه ډله تر ډیره بریده ده ای ایس ای ښه غلامان او مخلصان ثابت شوول. تیر کال ای ایس ای په یو بل غدارانه اقدام کی دوستم محقق احمد ضیا مسعود او معلم عطا سره په پاکستان کی او ده پاکستان په سفارتونو کی چی په کابل او قرغیزستان کی واقع دی وکتل او دا پخوانیو دښمنانو طالبانو او شمالی ټلوالی ده پخلاینی هڅه یی پیل کړی دواړو غلامو او تالی څټو ډلو پاکستان ده غلامی سینه یی وډبولی او اووس دا دی پاکستان او ده هغوی نړیوال او منطقوی انډیوالان ده فدرالیزم د ډنډوری غژول بیا پیل کړی. افغان ملت باید په دی پوه شی چی دا ده هیواد ده ملی بشپړتیا په ضد دسیسه ده چی ده ای ایس ای غلامان که پښتانه ده که تاجیکان ، هزاره او یا هم ازبکان ټول ده هیواد ده تجزیه او بربادی خیال لری . مه پريژدی چی دوی په خپل دغه منحوس هدف کی بریالی شی. ده ګرانه هیواد اففانستان ده ملی یووالی او بیا ودانیدو په سپیِڅلی هیله.تل دی ووی متحد افغانستان.

    په درناوی
    مسافر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *