تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: پاکستان د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دا د افغانستان او ټولې جنوبي اسیا د ثبات لپاره یو غوره ګام و چې واخیستل شو.

د ټاکنو کمېسیون په سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو د لومړنیو پایلو له مخې بریالی اعلان کړی دی، خو پاکستان یې په اړه یوه نیمه ورځ وروسته بیان ورکوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جمهوریت د ملاتړ تر څنګ ویلي، دا خبره یې نوټ کړې ده چې د قانون له مخې به د ټاکنو نهايي پایلې به وروسته اعلانېږي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام ملاتړ کوي او د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې د جنوبي اسیا او سیمې د ثبات لپاره مهمې بولي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له ملاتړ څخه په برخمنتیا تورن طالبان لا هم په افغانستان کې د ثبات او جګړې درولو ته تیار نه دي، تر دې چې له یوې خوا د امریکا او طالبانو مذاکرات روان دي، بلخوا د طالبانو بریدونه وخت ناوخت په دغه پروسه د خنډ او ځنډ تر حده تاثیر کوي.

2 thoughts on “پاکستان: د افغانستان د ټاکنیزو پایلو د اعلان هرکلی او د جمهوریت ملاتړ کوو”
  1. مخکی د تاسو د تاند سایټ له لاری خبرو خپور شو چی طالبان ممکن نن سه شنبه ۳ جدی باندی لس ورځنی اوربند په اړه خپل دریځ څرګند کړی چی دوی لس ورځنی اوربند د سلا مشوری لپاره خپلو مشرانو سره د لیدنی لپاره پاکستان تللی دی

    نو لدی ښکاری چی طالب مشران پاکستان کی دی نو ولی امریکا او نوری نړی په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار نه راوړی چی طالبان له مالی او نظامی ملاتړ لاس واخلی او د امریکایی سناتور لیندسی ګراهم په وینا کچیری پاکستان د طالبانو او نور جنګی ډلو نظامی او مالی ملاتړ ونکړی په افغانستان کی جنګ په څو اونیو کی ختمیږی نو اوس خو هر څه روښانه شول نو ولی امریکا او نور هغه هیوادونه په شمول د برتانیه چی پاکستان پلار یادیږی ولی په پاکستان باندی نظامی او سیاسی او اقتصادی فشار نه راوړی چی لدی جنګی ډلو له ښوونی او روزنی او مالی او نظامی ملاتړ لاس واخلی

    کچیری بیا هم دوی شک لری نو پدی اړه باید امریکا نظامیان او استخباراتی چارواکی باید مخامخ له باجوه او همدارنګه آی ایس آی مشرانو سره مخامخ تیزی خبری وکړی او خطار او ضرب الاجل دی ورکړی بیا په ټولی نړی ګوری چی په رښتیا هم په افغانستان کی په څو اونیو کی سوله ثبات او کراری راځی او کنه راځی

    دا چی نړیواله ټولنه او امنیت شورا دا ډول خبرونه اوری او پدی باندی ښه خبر دی او خبریږی ولی په پاکستان باندی سیاسی او اقتصادی او نظامی فشار نه راوړی که یی نه راوړی نو دا داسی معنا ورکوی چی ملګری ملتونه او امنیت شورا د افغانستان په نسل وژنه او ولس وژنه کی له پاکستان سره شریک دی

  2. د پاکستان د باندینیو چارو وزارت دا اعلامیه چې وایی : « د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جمهوریت د ملاتړ تر څنګ ویلي، دا خبره یې نوټ کړې ده چې د قانون له مخې به د ټاکنو نهايي پایلې به وروسته اعلانېږي.» واضیح کوي چې دوي د جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني مشرتوب لکه زمونږ داکتر ګلمرجان او ملا انجنیر او ملا نبیل اخندزاده نه مني. اوس به د افغانستان ولس ته ثابته شوي وي چې پاکستان زمونږ د ولسمشري د ټاکلو په چارو کې څومره فعاله او دخیل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *