هیلي کوپتر

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې د افغانستان په لوګر ولایت کې د پاکستان د پنجاب د ایالتي حکومت د غورځېدلې څرخکې د سپرلیو په خوشي کولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان څرخکه، چې له پېښور څخه الوتې وه، د افغانستان له لارې ازبکستان او له هغه ځایه مسکو ته روانه وه چې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په لکۍ سیمه کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوه.

راپورونه وايي، وروسته له دې چې هیلي کوپتر پر مځکه کښېناسته او سپرلۍ ورڅخه راووته، وسله والو طالبانو اور ورواچاوه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري تایید کړه چې پاکستان مخکې تر مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ملکي هوايي چلن له وزارته اجازه غوښتې وه چې هیلي کوپتر یې د افغانستان له لارې ازبکستان ته ځي.

جنرال وزیري په عین حال کې وايي، په دې اړه څېړنې روانې دي چې ایا دا هماغه څرخکه ده چې پاکستان یې اجازه غوښتې وه او که بله یوه ده.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بجوه وايي چې په څرخکه کې د پېلوټ، د پوځ د متقاعدو افسرانو او یوه روسي لارښود په ګډون ۷ تنه سپاره ول.

بجوه وايي، د پوځ لوی درستیز جنرال شریف نن د افغانستان له ولسمشره وغوښتل چې د الوتکې د سپرلیو په موندلو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا سپوتنیک نیوز روسي خبری سرچینه وايي، روسي چارواکي له افغان او پاکستاني چارواکو سره د یوه روسي تبعه د برمته کېدو په اړه په تماس کې دي.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت نن /جمعه/ وویل«موږ د افغانستان په خاوره کې د پاکستانۍ څرخکې د لوېدو او د هغې د عملې د برمته کېدو په راپورونو غور کوو. په کابل او اسلام اباد کې زموږ سفارتونه د دواړو هیوادونو له چارواکو سره په تماس کې دي چې د روسي تبعه د خلاصون لپاره هراړخیز اقدامات وکړي.»

د برمته شوي روسي په اړه ویل شوي چې ایس. کې. سیفاستیانوف نومېږي، پېلوټ دی او په ۱۹۵۶ م کال زېږېدلی دی.

One thought on “پاکستان د افغانستان له ولسمشره د لوېدلې څرخکې د سپرلیو په خلاصون کې د مرستې غوښتنه وکړه”
  1. جالبه ده یوه چورلکه چی ترمیم ته ارتیا لری تقریبا 6000کیلو متر لار سفر وکری حتمی کاسی لاندی نیمه کاسه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *