تاند – د پاکستان د صدراعظم یوه سلاکار اعلان وکړ چې په افغانستان کې له سولې او پخلاینې سره د مرستې لپاره هر ممکن اقدام ته تیار دی.
دا خبره په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي مرستیال طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وکړه.
ده وویل، د پاکستان له خوا د طالب بندیانو خوشي کېدا هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې په بهیر کې د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره یو ګام و.
د دغه پاکستاني چارواکي په وینا د طالبانو دوهم نمبر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د ولسمشر په غوښتنه پرېښودل شو.
ده وویل چې حامد کرزي د پاکستان د سفر په مهال له پاکستانه د ملابرادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
د نوازشریف خاص مرستیال وویل، افغانستان له پاکستانه غواړي چې طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته راضي کړي، چې په دغه هیواد کې د پخلاینې د بهیر لپاره جوړه شوې ده.
د ده په وینا دا به د افغانستان، پاکستان او طالبانو په ګټه وي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې تفاهم ته سره ورسېږي.
له نوازشریف سره بریتانیا ته په سفر کې د ده د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د مالیې وزیر اسحاق ډار، د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جلیل عباس جیلاني او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف په لندن کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړیو ته به اجازه ورکړي چې له ملاعبدالغني برادر سره وویني.
تر ځو چه د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي ،او امریکا ته په افغانستان کې دایمي ځای ورنکړلی شي فکر نه کوم چه پاکستان دې د افغانستان په سوله کې دومره رول ولوبولی شي.
چه یو ښه مثال یې په لوګر کې د مسید تښتونه وه.