تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد پوځ نن /دوشنبه/ درنې وسلې او توپونه د افغانستان په پوله کې ځای پر ځای کړل څو افغانستان شاک کړي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، پوځ د دې لپاره پولې ته درنې وسلې لېږدولي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د سختدریځو د اوښتو مخه ونیسي.
له بلې خوا دي نیوز ورځپاڼه وايي چې په پاکستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افغانستان په پوله کې غرنیو سیمو ته درنې وسلې وړل شوي دي.
پاکستان هڅه کوي چې خپلو خلکو ته داسي وښيي چې د پنجاب حملې له افغانستانه شوي دي.
دا ورځپاڼه همداراز ادعا کوي چې پاکستاني پوځ تېره اوونۍ د افغانستان په خاوره کې دننه د جماعت الاحرار پر پټنځایونو کامیاب بریدونه کړي دي.
دي نیوز وايي، د پاکستان پوځ په رڼه پرچاو سیمه د جماعت الاحرار پر مرکزونو د درنو وسلو حملې کړي دي.
له بلې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د پوځ له قوله وايي چې هوايي ځواک یې د افغانستان پولې ته څېرمه د دولت د وسله والو مخالفانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د پاکستان پوځ وايي چې هوايي ځواک د شمالي وزیرستان په وچه بي بي سیمه کې د مخالفانو سنګرونه بمباري کړي دي.
د پاکستان د پوځ ادعاوې خپلواکې سرچینې تایید یا ردولی نه شي ځکه چې پاکستان خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې قبایلي سیمو ته لاړ شي.
خو ویل کېږي چې د پاکستان حکومت او پوځ د دې لپاره چې له ولسي انتقادونو ځان خلاص کړي دا ډول تبلیغاتو ته اړتیا لري.
افسوس دی وي پر ټالب
ټالیب له یوی خوا د افغانستان د ازادولو دعوه کوی او ځان ته مجاهد وايي او د بل طرفه د پاکستان سره مرسته کوي چي د افغانستان خاوری ته راننوزي. پاکستان خو د ټالیب بادار دي او د خپل بادار په خلاف کله هم غږ نشي اوچتولي نو ځکه خاموشي اختیاروي