پاکستان

تاند- وروسته له دې چې افغانستان پاکستان ته د 85 ترهګرو او د ترهګرو د روزلو د 32 مرکزونو لیست او اسناد وړاندې کړل، پاکستان له هغو پټکو ولوېد چې څو ورځې مخکې یې د شهباز قلندر له انتحاري حملې وروسته کولې.

پرون /دوشنبې/ د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل چې د افغانستان پولې ته یې درنې وسلې او ځواکونه د افغانستان او پاکستان د ګډو دښمنانو خلاف لېږلي دي.

د افغانستان حکومت وايي چې په اسلام اباد کې یې د خپل سفیر په وسیله پاکستان ته پرون/دوشنبه/ د ۸۵ ترهګرو مشرانو او د هغوی د کسانو د روزنې د ۳۲ فعالو مرکزونو لیست وسپاره او له پاکستانه یې وغوښتل چې د دغو مرکزونو او کسانو خلاف فوراً اقدام وکړي.

پاکستان د ۲۰۱۶ په لومړیو کې ویلي و چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول نو لږترلږه به د هغوی مشران او کورنۍ له خپلې خاورې وباسي خو وروسته پاکستان له خپلې دې ژمنې په شا شو او ویې ویل چې که دا کار وکړي ممکن د پاکستان خپلې ستونزې زیاتې شي.

وړمه ورځ په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر ښاغلي وزیر الجزیرې تلویزیون ته وویل چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي خو په افغانستان کې روانه جګړه د طالبانو مشران نه بلکې قوماندانان کوي.

د افغانستان حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پر خاورې راکټي بریدونو ته دوام ورکړي د ملګروملتو له لارې به د ترهګرو او د هغو د ملاتړو پر ضد د بندیزونو غوښتنه وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د ترمپ ادارې مخکې تر مخکې پاکستان وارخطا کړی او ډېر باور لري چې د پاکستان وروستۍ هڅې د دې لپاره دي چې ځان له افغانستان سره یو شان د تروریزم قرباني وبولي او د نړیوالو خواخوږي خپله کړي.

د دوی په باور د سند د شهباز قلندر انتحاري برید پاکستان ته ځانګړی فرصت برابر کړ چې امریکا ته ځان مظلوم او د تروریزم قرباني وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *