تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: د پاکستان د پارلماني چارو وزیره عندلیب عباس وايي، هیواد به یې به افغانستان کې د سولې د مذکراتو د هر ډول پيل هرکلی وکړي.
نوموړې اغلې عباس چې د ډنمارک د دفاع شاهي پوهنتون کې یې د پاکستان، افغانستان، چین، امریکا، بریټانیا او ډنمارک استازو ته وینا کې ویلي، که په افغانستان کې د مذاکراتو هدف سوله او ثبات وي، دوی به د دغسې مذاکراتو هرکلی وکړي، که هغه دوه اړخیز وي یا هم ټول جهتونه په کې شامل وي.
په دغه غونډه کې پاکستان لپاره د چین سفیر یاوژینګ هم ویلي چې هېواد یې د افغان جګړې د سیاسي حل غوښتونکی او ملاتړی دی: (( افغانستان د اسیا زړه دی، د ثبات لپاره یې پاکستان کلیدي رول پر غاړه لري، که میکانیزم موجود وي چین هم د افغان سولې په بهیر کې هر ډول مثبت رول اخیستلو ته چمتو دی.))
د چین سفیر ویلي، د افغانستان سولې مذاکرات باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مخې ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبان د سولې د یو تړون په رابطه یو تر بله نږدې شوي ښکاري، خو له دې تړون وروسته یو شمېر اندېښنې شته او هغه دا چې طالبان به له افغان حکومت سره د یو مخالف لوري په حیث کېني او که نه؟
ځکه طالبانو بیا بیا ویلي چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او دوی به له ټولو لوریو سره چې افغان حکومت هم په کې شامل وي مذاکرات پيل کړي.
هغه ټکی چې اوس یې پاکستانۍ چارواکې عندلیب عباس د ترمیم لپاره ویلي، حکومت یې د هر ډول مذاکراتو چې که د د دولت او طالبانو تر منځ وي یا هم نور لوري په کې شامل وي هرکلی کوي.