د افغان ماتېدو او ټوټه کېدو لاره جلاوالی او بېلتونواله ده. پر 1947 زېږديز کال د پاکستان جوړوني طرحه په همدې مانا وه چي افغان پرمنځ غوټ پرې سي.
نيم له هنده نيم له افغانستانه رامنځته سوی پاکستان د لوېديځوالو هغه هيله وه چي د افغانستان د ټوټه کېدو او افغانانو ترمنځ د اوږدمهالي بدۍ د رامنځته کېدو لپاره يې درلوده.
د لوېديځوالو له غوښتنو او پاليسو سره سم پاکستان هغه جګړه ماري او مذهبي ډلي رامنځته کړې چي له بېلابېلو اډيالوژيو سرچينه اخلي.
طالب د پاکستان پروژه ده چي د انګرېز په سلا يې پر 1988 زېږديزکال حمايه کړه. د دوئ ډېر ه برخه ملا طالب او اسلامپاله ذهنتونه دي.
دوئ پر 1977-1975 د افغان کورنۍ جګړې ورکېدو،او دلته د يوه خپلواک اسلامي امارت د جوړېدو په شاليد سمبال سول. افغان ټولنه چي ډېره برخه يې نالوستې ده له دې اسراره نه ده خبره.
پر 1995 د طالب رژيم له لوري د کابل په نيونه او دلته په پنځه کلنه واکمنۍ کي په زرګونه افغانان ووژل سول چي دا هم د انګرېز او پاکستان ګډه هڅه وه. جګړه د شمالي ټلوالي او طالب واکمنو ترمنځ وه.
اسامه يوه بهانه سو، طالب رژيم وپرځېد امريکا او د هغې ملګري راغلل ۱۵ کاله پوره دي جګړه په لومړيو کي سړه وه بيا پسي توده سوه چي ډېر لاملونه لري.
امريکا او ستراتيژيک انډيوالان يې افغانستان جوړونه کوي هم يې غواړي،خو ډېره ناغېړي يې کړې هم يې وکړه.
پر 2001 زېږديز کال دافغان ادارې جوړوني په باب بن کي يوه سمبوليکه غونډه وسوه. دغه غونډه کي د يوه رغنيز، وټيز او سوليز افغانستان بنسټ کښېنښودل سو.
اوس د افغان جهاد – افغان جګړې تر ټولو په پېخر حمايه پاکستان کوي. ايران د جګړې د يو څه اندازې په څنګ کي کلتوري او مذهبي يرغل کړی. په ورستيو – ورستيو کي دغه هېواد هم له طالبانو سره خپلي مرستي را ډېري کړې.
ورستۍ دا چي لوېدځوال دلته د سياسي او وټيزو ګټو لپاره جنګېږي پاکستان افغان وژنه غواړي، طالب کي ځني ډلي د ناپوهۍ ځيني د مجبوريت،او ځني يې د منافقت له مخي جګړه کوي.
د پاکستان له جوړني سره سم د افغان کاسه چپه ده چي پاکستان چپه نه سي افغان نه سي پورته کېدای. د پاکستان په موجوديت کي زموږ سوله يو تش خوب دی. هغه مهال دا خوب په حقيقت بدلېدلی سي چي افغانان يو مخيزه يوالی وکړي.