تاند- پاکستان د پنجشنبې په ورځ /مې ۳۰/ افغانستان او ایران ته بلنه ورکړه چې د افغان کډوالو لپاره د ستراتیژۍ د عملي کولو د څلور اړخیزې څارونکې کمېټې په شپږمه غونډه کې ګډون وکړي.
د دې غونډې هدف دا دی چې په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه، په خپله ټولنه کې جذب او ورسره مرسته وشي.
د پاکستان د مرکزي حکومت د دولت او سرحدونو وزیر شهریار خان اپريدي افغانستان، ایران او ملګروملتو ته بلنلیکونه لېږلي چې په دې غونډه کې، چې د جون په اوولسمه جوړېږي، ګډون وکړي.
ښاغلي اپریدي د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزیر عالمي بلخي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د څلور اړخیزه څارونکې کمېټې پنځمه غونډه د ۲۰۱۷ م کال په دسمبر کې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په کوربه توب جوړه شوې وه.
د یادې غونډې هدف د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدا او له کډوالو سره په ستنېدو کې اسانتیا بلل شوې وه.
د افغانستان، پاکستان او ایران د حکومتونو او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ چارواکو د استانبول په غونډه کې ګډون کړی وو.
د ډېرو افغان کتونکو په باور تر څو چې له پاکستان څخه افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي نه وي، د افغانستان جګړه پای ته نه رسېږي. د دوی باور دا دی چې که اوسنۍ جګړه پای ته هم ورسېږي په بل نوم جګړه دوام کولی شي.