امریکا، هند او افغانستان د یوه کلک او جدی مثلث په توگه د پاکستان لپاره په دا تیر يو کال کې ډیر جدي او قاطع سیاستونه غوره کړل.

د امریکا او هند نږدېوالي او له هند سره د انرژۍ او اتومي همکاریو په برخه کې ګډې پروژې، له پاکستان ځني د افغان دولت څو ځلي ناامیدي او هند ته نږدیوالی، او د هند پوځي او بې سارې اقتصادي وړیا مرستې، پاکستان داسې وضعیت کې راگیر کړی چې اوس یې نو يوازینۍ لاره یا هم د ترهگرو په خاصه توگه د حقاني شبکې ځپل دي او یا هم نړیوالې گوښه والي ته تلل.

يو کال وړاندى د امریکا په سنا جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر او د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد السن په ډیر صراحت سره وویل چې پاکستان دوه انتخابه لری، یا د ترهگرو ځپل او یا هم نړیواله انزوا!

د سنا مجلس دا استماعیه غونډه پداسی حال کي وشوه چې ولسمشر غنی د هند په سفر بوخت او هند د افغانستان سره د یو میلیارد دالرو بلاعوضه مرستی اعلان کړى اوو.

د امریکا د سنا مجلس نورو غړو حتی د ټولو مرستو بندولو ته هم اشاره وکړه، چې دا به پاکستان ته لویه نظامی او اقتصادی ضربه وی.

پردي سربیره د امریکا په نوي ستراتیژی کي چي د افغانستان لپاره يي اعلان کړه، د پاکستان په وړاندی سخت دریځ غوره کړي. همدارنگه د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کي هم ولسمشر غني او هم ولسشمر ټرمپ پر پاکستان نیوکې وکړي او تري ويي غوښتل چي د ترهگرو په وړاندی جدي گامونه پورته کړي.

پاکستان هم اوس په دې پوه شوی چې که غواړي د امریکا له نظامی او اقتصادي مرستو څخه برخمن پاتې شی، نو باید خپل دریځ ته تغیر ورکړی.

پاکستاني سیاستوال په دې ښه پوهیږي چې له هند سره د امریکا نږدیوالی او د پاکستان انزوا د دې هیواد لپاره ډیره خطرناکه ده.

له یوه پلوه د کشمیر جدايي غوښتونکی او له بله پلوه بلوڅ بیلتون پال به پاکستان د تجزیی په لوری یو گام نور هم نږدی کړی!

که پاکستان فرضاً نړیوالی گوښه والی یا انزوا کې واقع شی، نو دا به د بلوڅو بیلتون پالو لپاره یو طلایی چانس وی چې د افغانستان، هند او حتي د امریکا له اقتصادي او نظامي مرستو څخه ځان برخمن کړي.

د پاکستان سیاسی گوندونه او د دولت سیاسی کړۍ د امریکا دوستې غواړې او حتی دی ته تیار دې چې ترهگر وځپې، اما ددی هیواد نظامې دولت او استخبارات نه غواړې چې ترهگری ډلی څه د افغانستان لپاره جوړی شوی ډلی يعني طالبان او څه هم په کشمیر کې هند ته گواښوونکې ترهگری ډلی وځپی او له ملاتړ څخه یی لاس واخلی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *