تاند- د ایران د لوی درستیز له څرګندونو وروسته پاکستان په اسلام اباد کې د ایران سفیر د احتجاج په دود احضار کړ.

د ایران لوی درستیز جنرال باقري ویلي و چې که پاکستان د ترهګرو روزنه او ایران ته د ورانکارۍ لپاره د هغوی لېږنه ونه دروي، په دغه هېواد کې به د ترهګرو په پټنځایونو حملې وکړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستېز تورنجنرال محمد باقري له پاکستانه وغوښتل چې د هغو ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي چې د دغه هېواد له خاورې وراوړي او په ایران کې تروریستي فعالیتونه کوي.

ایران وایي چې د جیش العدل په نامه ترهګره ډله، چې په پاکستان کې اډې لري، په ایران کې عملیات کوي.

د باقري له څرګندونو وروسته پاکستان نن په اسلام اباد کې د ایران سفیر مهدي هنردوست د بهرنیو چارو وزارت ته وروباله او د باقري د څرګندونو په وړاندې یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

باقري دا هم ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې د هغو تروریستانو د مخنیوي او کنټرول توان نه لري چې ایران ته اوړي.

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان له خاورې د دوو هیوادونو په پوله کې پر ایراني پوله ساتو برید وشو او تر ۱۰ زیات ایراني پوله ساتي ووژل شول.

د ایران حکومت په اسلام اباد کې د خپل سفیر له احضارېدو وروسته ویلي، په خپله پوله کې د امنیت په ټینګولو کې د پاکستان د بې وسۍ او ناتوانۍ په صورت کې دا د ایران حق دی چې د خپلو پولو د امنیت لپاره اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *