تاند، شنبه، د اسد ۵مه: د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي، هغه هېوادونه چې تر ټولو زیات ایډز په کې په خپرېدو دی، په سر کې یې د پاکستان نوم راځي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د ۲۰۱۹ کال تازه راپور وايي، پاکستان کې دا مهال د ایډز د خپرېدو ګراف ۱۳ سلنه دی، چې په نړۍ کې بل هیڅ هېواد کې ایډز دومره په تېزۍ نه خپور شوی، نه هم خپرېږي.
ملګري ملتونه وايي، ۲۰۳۰ پورې به نوره نړۍ له ایډز څخه د ځان ژغورلو لارې چارې پیدا کړي، خو پاکستان هغه هېواد دی چې دا ناروغي په کې ورځ تر بلې د نورو په کچه زیاته خپرېدونکې ده.
راپور وايي، په ۲۰۱۰ کال کې هرو زرو پاکستاني ناروغانو کې د ایډز د تشخیص کچه صفر اعشاریه صفر اته وه، خو په ۲۰۱۸ کال کې دا ګراف صفر اعشاریه ۱۱ ته لوړ شوی دی او اوس دغه هېواد کې د ایډز پر ضد له کلکې مبارزې سره – سره دا ګراف په لوړېدو دی.
راپور زیاتوي، دا مهال پاکستان کې په ایډز د اخته ناروغانو شمېر یو لک او ۶۰ زره دی، په داسې حال کې چې ۲۰۱۵ کې دا شمېر یو لک ۲۰ زره او ۲۰۱۰ کې دا شمېر یوازې ۶۷ زره و.
راپور وايي، په ۲۰۱۰ کې پاکستان کې له ۱۴ کلونو څخه د کم عمر ایډز ناروغانو شمېر ۱۸۰۰ و، چې په ۲۰۱۵ کې ۴ زرو ته لوړ شو او ۲۰۱۸ کې دا شمېر ۵۵۰۰ ته رسېدلی دی.
راپور وايي، په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۵ کلنو یا له دې عمر څخه د زیاتو په ایډز اخته ښځو شمېر پاکستان کې ۱۹ زره و، په ۲۰۱۵ کې ۳۷ زره شو، خو ۲۰۱۸ کې دا شمېر ۴۸ زرو ته لوړ شوی دی.
دغه راز پاکستان کې په ۲۰۱۰ کال له ۱۵ کلنۍ څخه پورته ۴۶ زره، ۲۰۱۵ کې ۸۴ زره او ۲۰۱۸ کې یو لک او لس زره نارینه په ایډز اخته حساب شوي دي.
راپور وايي، په ۲۰۱۰ کې له ایډز څخه ۱۴ پاکستانیان مړه کېدل، ۲۰۱۵ کې د مرګونو شمېر ۴۷۰۰ ته لوړ شو، خو ۲۰۱۸ کې دا شمېر ۶۴۰۰ ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، پاکستان کې له همجنس پرستۍ نه د ایډز خپرېدو کچه ۳ اعشاریه ۷، له هیجړاګانو نه د ایډز د خپرېدو کچه ۵ اعشاریه ۵ او فحشا څخه د ایډز د خپرېدو کچه ۳ اعشاریه ۸ سلنه ده.