تاند- پاکستان نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د بلوچستان او د افغانستان د کندهار ولایت ترمنځ یې پر ډیورند کرښه د کندې کیندل بشپړ کړل.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان سرحدي ځواک (فرینټیرکور) له افغانستان سره د بلوچستان ایالت د پولو په اوږدو کې ۱۱۰۰ کیلومتره کنده، چې په ۲۰۱۳ م کال کې یې پیل کړې وه، د ۱۴ ملیارد روپیو په لګښت بشپړه کړه.

د چمن ښار مرستیال کمیشنر خدایداد رسنیو ته وویل، د چمن – کندهار ترمنځ د کندې د کیندلو کار بشپړ شوی دی.

دا کنده ۱۱ فوټه ژوره او ۱۴ فوټه پلنه ده.

پاکستان وايي چې دا کنده یې له افغانستان څخه پاکستان ته د مخدرو موادو او ترهګرو د اوښتو د مخنیوي لپاره جوړه کړې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا د دې پروژې په بل پړاو کې به د ډیورنډ په ټوله ۲۲۵۰ کیلومتره کرښه کې کنده وکیندل شي.

پاکستان دا اعلان په داسي ورځ وکړ چې د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي په تورخم او د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په باب له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل چې افغانستان د پاکستان له لوري په صفري نقطو کې د پاکستان له لوري د دروازو جوړول نه شي منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *