تاند- د پاکستان حکومت پرون وویل له ۲۰۰۸ څخه د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په حملو کې ۲۲۲۷ تنه وژل شوي چې په هغو کې یوازې درې فیصده ملکیان دي.
د بې پېلوټه الوتکو له لوري، چې په پاکستان کې تل ورسره مخالفت کېږي او د تلفاتو په اړه یې د تحقیقاتو غوښتنې کېږي، د ملکي تلفاتو د شمېر تر دې حده کموالی حیرانوونکی بلل شوی دی.
د پاکستان د دفاع وزارت له لوري د دغه هیواد مشرانو جرګې یا سینټ ته وړاندې شوې شمېره د تېر حکومت او د خپلواکو موسسو تر اټکلونو خورا لږ ده.
د پاکستان د دفاع وزارت ویلي چې له ۲۰۰۸ څخه تراوسه پوري د بې پېلوټه الوتکو په ۳۱۷ حملو کې دوه زره یوسلو شپېته تنه وژل شوي چې ۶۷ یې ملکیان دي.
د بې پېلوټه الوتکو له حملو سره، چې عموماً د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو کې وسله وال سخت دریځي په نښه کوي، په پاکستان کې مخالفت کېږي او د دغه هیواد د ملي حاکمیت سرغړنه بلل کېږي.د پاکستان صدراعظم نوازشریف د واشنګټن په وروستي سفر کې له ولسمشر بارک اوباما وغوښتل چې د بې پېلوټه الوتکو حملې ودروي خو د امریکا متحد ایالتونه فکر کوي چې دا بریدونه د القاعده او طالبانو پرضد د جګړې لپاره حیاتي اهمیت لري او داسي هیڅ اشاره یې تراوسه نه ده کړې چې دا بریدونه به بس کړي.
د بې پېلوټه الوتکو وروستۍ حمله د چهارشنبې په شپه په میرانشاه کې پر یوه موټر وشوه.
د پاکستان دفاع وزارت او د دغه هیواد د مشرانو جرګې په ویبپاڼه کې د ملکي تلفاتو د کم شمېر یادونه شوې خو دا نه دي ویل شوي چې ولي دا شمېره تر هغه څه لږه ده چې د پاکستان تېرو حکومتونو اعلانوله.
د ملګروملتو یو ماهر بین ایمرسن د بې پېلوټه الوتکو د حملو په اړه څېړنې کوي. ده د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلي چې له ۲۰۰۴ څخه تراوسه پوري د بې پېلوټه الوتکو په حملو کې لږترلږه ۴۰۰ ملکیان وژل شوي دي.
ایمرسن د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دې تناقض په اړه توضیح ورکړي.
لږ نور ډالر چې ورته ورکړي نو فیصدي به نوره هم کمه شي!
داسي به دی لیکلی وی چي په ښکاره وسره مخالفت او پټه وسره موافقه کړی او همکاری ورسره هم کوی. الله دی پاکستانیان تباه او برباد کړی