تاند- پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو د راپور هغه برخه رد کړه چې پر اساس یې اسلام اباد د یو شمېر تروریستي ډلو پالونکی بلل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۶ کال د هیوادونو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې- چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ- ویلي چې د لشکرطیبه او جېش محمد په شان تروریستي ډلو په ۲۰۱۶ م کال په پاکستان کې روزنې، د پیسو ټولولو او د دغه هیواد له خاورې څخه عملیاتو ته دوام ورکړ.

په راپور کې دغه راز راغلي، د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو د هغو ډلو پر ضد عملیات کړي چې د پاکستان په خاوره کې دننه جنګېږي؛ لکه د پاکستاني طالبانو تحریک.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي«پاکستان د افغان طالبانو یا حقاني شبکې په ضد د پام وړ اقدام نه دی کړی؛ خو دغه هیواد د هغو هڅو ملاتړ کړی چې دا دوې ډلې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته حاضروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وايي«پاکستان د لشکر طیبه او جېش محمد په شان ډلو پر ضد په ۲۰۱۶ م کال کې اقدام نه دی کړی. دغو ډلو په پاکستان کې تریننګ، د بسپنو ټولولو (چندې) او عملیاتو ته دوام ورکړی دی،»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې په هند کې د ماویستي یاغیانو او پاکستان مېشتو تروریستانو له لوري تروریستي حملې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور هغه برخې د بحث وړ وبللې چې پاکستان ته د تروریستانو د ملاتړکوونکي په توګه د تور ګوته نیول شوې ده.

دغه وزارت ویلي چې اسلام اباد له تروریزم سره د مبارزې لپاره ډېر اقدامات کړي دي.

«موږ د ترهګرو خلاف بې توپیره (د ټولو ډلو) پراخ اقدامات کړي. تروریستان د تېښتې په حال کې دي. اکثره یې افغانستان ته، چې له ۴۰ کلونو راهیسې کړکېچ پکې روان دی، تښتېدلي دي او هلته د حکومت د حاکمیت د نشتوالي له له تشې څخه په استفادې فعالیت کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې پاکستان په ځانګړي ډول د حقاني شبکې د ملاتړ په خاطر بیا بیا یاد شوی دی خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د رسنیو له راپورونو او شواهدو ورته داسې ښکاري چې د حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو یو شمېر مهم قوماندانان د افغانستان هغو سیمو ته تللي چې هلته حکومت واکمني نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *