پاکستان د تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په لیست کې له شاملېدو وروسته نړیوالو ته ژمنه وکړه چې د تروریستانو د تمویل او د پیسو سپینولو د مخنیوي لپاره به د ټول حکومت په کچه سخت مقررات وضع کړي.
د پاکستان د خزانې وزیر شمشاد اختر پرون /شنبه/ د پیسو سپینولو د مخنیوي او څارنې ادارې (FATF) ته وویل، هیواد یې غواړي د تروریستانو د تمویل د ټولو لارو مخه ونیسي.
د پیسو مینځلو د مخنیوي څارونکې ادارې د جون په دوه ویشتمه ویلي و چې پاکستان یې د تروریستانو د تمویل په خړ لیست کې شامل کړی دی.
د جون په دوه ویشتمه د تروریزم د تمویل او د پیسو د سپینولو پر سر د څار ادارې (FATF) پاکستان د تروریزم د تمویل په لیسټ کې شامل کړ.

دې ادارې پاکستان په دې خاطر په دې لیست کې شامل کړ چې د دوی په وینا پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د مالي تمویل سرچیني نه دي وچې کړي.
د پاکستان په اړه د دې پرېکړې یو بل دلیل هم په دغه هېواد کې د افغان طالبانو پناهځایونه او د حافظ سعید په څېر د ځینو څېرو فعالیت بلل شوی چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا په تور لیسټ کې شامل دي.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم خان امریکا او اروپايي هېوادونه تورن کړي چې نوموړی سازمان یې دغې پرېکړې ته اړ ایستلی دی.
امریکا او د جرمني په شمول اروپايي ملګرو یې د دې پرېکړې ملاتړ کړی.
یوازې ترکیې او چین مخالفت کړی خو د هغوی مخالفت د پرېکړې مخه نه شوای نیولی.
امریکا ګواښ کړی چې د پاکستان پر ضد به سخت دریځ خپل کړي ځکه چې د امریکا په وینا پاکستان د سختدریځو ملاتړ کوي.
د سږ کال په فبرورۍ کې پاکستان په تور لیست کې شامل نه کړل شو او دې هیواد ته وخت ورکړل شو چې د تروریزم د ملاتړ په برخه کې خپل دریځ بدل کړي.
تېر ځل په دې لیست کې د پاکستان د شاملېدو وړاندیز د امریکا متحدو ایالتونو وکړ او بریتانیا، فرانسې او جرمني یې ملاتړ وکړ.
د FATE په نوم بین الحکومتي اداره، چې ۳۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، په ۱۹۸۹ م کال د پیسو مینځلو او د تروریزم د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.
دا اداره، چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی، د غیرقانوني تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوي.
پاکستاني چارواکو مخکې تر مخکې اندېښنه ښکاره کړې وه چې که په دغو لیستونو کې یې هیواد شامل شي، اقتصاد به یې زیانمن شي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د FATE بین الحکومتي ادارې په لیست کې د پاکستان شمولیت به د دغه هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړي.
لوېدیځو دیپلوماتانو او پاکستاني چارواکو ویلي وو چې که په دغه لیست کې پاکستان شامل شو، په دې هیواد کې به د بهرنیو پانګوالو او کمپنیو پانګونه سخته شي.
حافظ سعید په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال په برید کې په لاس لرلو تورن دی چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوي و.