تاند- د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د څه باندې ۵۰ تنو په اعدام د محکومو بندیانو د بخښنې غوښتنې (اپیلونه) رد کړې.

د ممنون حسین له لوري له دې پرېکړې وروسته، چې نن یې وکړه، هره شېبه امکان شته چې د تروریستي فعالیتونو په تور نیول شوي کسان د دار تختې ته وخېژول شي.

دا په داسي حال کې ده چې د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته د پاکستان حکومت شپږ سخت دریځي په دوو مرحلو کې اعدام کړي دي.

د ولسمشر ممنون حسین له لوري په اعدام د محکومانو د عفوې له ردېدا وروسته باید د اعدام حکم په درو ورځو کې دننه تطبیق شي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د ترهګرۍ د مخنیوي د پلان د څېړلو لپاره په وربللې غونډه کې نن وویل، تر ټولو ښه موقع برابره شوې چې پاکستان د ترهګرۍ او فرقه پالنې له «لعنته» پاک شي.

په غونډه کې نوازشریف وویل چې د سخت دریځو او د هغو د ملاتړ کوونکو ترمنځ به توپیر ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *