تاند – د پاکستان جیو نیوز تلوېزیون خبر ورکړ چې د پیسو د اختلاس په برخه کې د څار نړیوالې ادارې (FATF) دغه هېواد د ترهګرۍ د تمویل له امله په خپل خړ لست کې ونیو.
پاکستان له څو میاشتو راهیسې هڅه کوله چې په دغه لست کې له داخلېدلو څخه ځان وژغوري خو بریالی نشو.
پرون چارشنبه /د جون ۲۷مه/ په پاریس کې د پاکستان د مالیې وزیرې، ډاکترې شمشاد اختر، چې په غونډه کې یې د پاکستاني هیئت مشري کوله، هڅه وکړه چې د پیسو د اختلاس د څار نړیواله اداره قانع کړي چې پاکستان ترهګرو ته د پیسو د ورکړې د مخنیوي په برخه کې ګامونه اخیستي دي خو استدلال یې ځای ونه نیو.
د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر تور پورې کړ چې د څار اداره د متحده ایالاتو او هندوستان تر فشار لاندې ده او دغو دواړو هېوادونو ترکیه، سعودي عربستان او چین هم دې ته هڅولي چې پاکستان یاد لست ته ورټېل وهي.
د پاکستان د مالي چارو کمېسیون د جون په ۲۰مه په خپلو مقرراتو کې د پیسو د اختلاس او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې یو شمېر تعدیلات راوستل، خو داسې ښکاري چې د اصلاحاتو دغو وعدو هم په خړ لست کې د پاکستان د شاملېدا مخه ونه نیوله.
د افغانستان، هندوستان، او بنګله دېش په شمول یو شمېر هېوادونه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ او د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) د دغه هېواد له رامنځته کېدلو راهیسې او په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو لسیزو کې په خپل هېواد کې ترهګر روزي او بیا یې یادو هېوادونو او نورې نړۍ ته د جهاد په نامه د انسانانو د وژلو لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.
دې ادارې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، پاکستان په دې خاطر په دې لیست کې شامل کړ چې د دوی په وینا پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د مالي تمویل سرچیني نه دي وچې کړي.
د پاکستان په اړه د دې پرېکړې یو بل دلیل هم په دغه هېواد کې د افغان طالبانو پناهځایونه او د حافظ سعید په څېر د ځینو څېرو فعالیت بلل شوی چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا په تور لیسټ کې شامل دي.
امریکا او د جرمني په شمول اروپايي ملګرو یې د دې پرېکړې ملاتړ کړی.
یوازې ترکیې او چین مخالفت کړی خو د هغوی مخالفت د پرېکړې مخه نه شوای نیولی.
د سږ کال په فبرورۍ کې پاکستان په تور لیست کې شامل نه کړل شو او دې هیواد ته وخت ورکړل شو چې د تروریزم د ملاتړ په برخه کې خپل دریځ بدل کړي.
تېر ځل په دې لیست کې د پاکستان د شاملېدو وړاندیز د امریکا متحدو ایالتونو وکړ او بریتانیا، فرانسې او جرمني یې ملاتړ وکړ.
د FATE په نوم بین الحکومتي اداره، چې ۳۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، په ۱۹۸۹ م کال د پیسو مینځلو او د تروریزم د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.
دا اداره، چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی، د غیرقانوني تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوي.
پاکستاني چارواکو مخکې تر مخکې اندېښنه ښکاره کړې وه چې که په دغو لیستونو کې یې هیواد شامل شي، اقتصاد به یې زیانمن شي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د FATE بین الحکومتي ادارې په لیست کې د پاکستان شمولیت به د دغه هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړي.
لوېدیځو دیپلوماتانو او پاکستاني چارواکو ویلي وو چې که په دغه لیست کې پاکستان شامل شو، په دې هیواد کې به د بهرنیو پانګوالو او کمپنیو پانګونه سخته شي.