تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د ترهګرۍ ضد د مالي اقداماتو کاري ډلې (ایف. ای .ټي. ایف) پریکړه کړې ده چې پاکستان به د جون تر میاشتې پورې په خړ لیست کې پاتې وي خو ایران یې په تور لیست کې شامل کړی دی.
د فايننشل ایکشن ټاسک فورس یا د مالي اقداماتو کاري ډلې له خوا تېره ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې پاکستان به د ترهګرۍ د مالي تمويل په برخه کې د کافي اقداماتو د نه کولو له امله تر جون میاشتې په خړ لیست کې پاتې وي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې پاکستان یو څه اقدامات کړي دي، نو له همدې امله دغه هیواد ته چانس ورکول شوی، چې د ورکړل شوي عملي پلان په اساس دقیق اقدامات ترسره کړي.
شپږ میاشتې مخکې هم د دې مهم سازمان په غونډه کې په خړ لیست کې د پاکستان د ساتل کیدو پریکړه شوې وه هو تېره ورځ یو وار بیا د (ایف. ای .ټي. ایف) په غونډه کې د پيسو سپینولو او د ترهګرۍ د مالي منابعو د کنترول په برخه کې د اسلام آباد د حکومت د اقداماتو ارزونه وشوه اړ دا هېواد په خړ لیست کې د پاتې کېدو وړ وبلل شو.
بل لور ته د مالي اقداماتو کاري ډلې ایران په تور لیست کې شامل کړی دی او ویل شوي دي چې د تهران حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو معیارونو د پوره کولو په برخه کې پاتې راغلی دی.
ایران د تیرو دریو کلونو راهیسې په خړ لیست کې وو او په دې موده کې څو وارې ورته خبردارې هم ورکړل شوی دی.
البته دغې ډلې ایران ته موقع ورکړې ده چې د نړیوالو معیارونو په پوره کولو سره له دې لیست څخه ووځي.
تیر کال ۲۰۱۹ کی اعلان کړی وو چی پاکستان به د مارچ میاشت کی تورلیست واچوی
مګر اوس افغان ولس دی نتیجی ته رسیدلی چی ترڅو امریکا او برتانیه او چین په نړی کی وی نو پاکستان نه پریږدی چی تورلیست لاړ شی نو ځکه لدی معلومیږی چی امریکا او نړیوال پدی ښه پوهیږی چی پاکستان کی هر ډول جنګی ډلی ټپلی تربیه کیږی او مالی او نظامی او سیاسی ملاتړ یی هم کیږی مګر نړی او په ځانګړی توګه د ترهګرۍ ضد د مالي اقداماتو کاري ډلې (ایف. ای .ټي. ایف) سازمان د امریکا او برتانیی تر تاثیر لاندی دی
نو کله چی امریکا په پاکستان فشار راوړی نو امکان شته چی په همغه ورځ پاکستان تورلیست لاړ شی ځکه په وخت کی به نه د مارچ میاشت مهمه وی نه د جون میاشت
نو لدی معلومیږی چی په اصل کی امریکا د نړی نسل وژنی ته مټی بډ وهلی