[email protected]

اروپايي هیوادونو ته له سوریې د جګړو ځپلو وګړو تر څنګ تیر او وړم کال په سلګونه زره افغانان هم وکوچیدل او تر څنګ یې ایرانیان او پاکستانیان هم ولاړل، خو تر دې دمه رسنیو په لویو او وړو جرمونو د افغان کډوالو له نیول کیدو کم رپوټونه ورکړي، ځکه چې افغانان په کور دننه له جنګ او جګړو ستړي کډوالۍ ته اړ شوي، نو په اروپا او نورو وچو کې به څنګه ناقانونه کړنو ته زړه ښه کړي. خو په یادو کډوالو کې تر اوسه پورې تر ټولو زیات پاکستاني وګړي په لویو او وړو جرمونو لړلي راڅرګندیږي او رسنۍ هم هر وخت په دې اړه رپوټونه ورکوي.

د تازه پیښو په لړ کې د پاکستان د اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د اسوسیټډ پریس خبري اژانس له قوله خبر ورکړی چې یو پاکستانی د اختر په شپه د جرمني په شمالي ښار بریمین کې د جاسوسي کړنو په تور نیول شوی دی.‌ دغه پاکستانی چې سید مصطفی نومیږي پرې تور لګېدلی دی چې د جرمني – اسراییلي اړیکو د پخواني مشر رینهولډ روبي او د هغه د نژدې همکارانو په هکله یې ایران ته جاسوسي کوله او د اکتوبر په میاشت کې د رینهولډ او د هغه د ملګرو په هکله یې د ایران یوې جاسوسې ادارې ته یو لړ معلومات ورکړي دي، خو دا یوازې یوه او تازه بیلګه نه ده موده وړاندې پولیسو په هسپانیا کې درې تنه پاکستاني وګړي داعش ته د پروپاګند په تور ونیول او تر دې وړاندې هم ډیرو رپوټو په ډاګه کړې چې، ګڼ شمېر پاکستاني وګړي نه یوازې په پاکستان کې دننه بلکې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پیسو په مقابل کې ناقانونه او افراطي کړنې تر سره کوي.

نو له دې او نورو بیلګو څخه دا په څرګنده په ډاګه کیږي چې پاکستان ‌د تروریزم خامو او پخو موادو تولیدوونکی هیواد دی او په دې برخه کې له خپل پیدایښت څخه بیا تر دې دمه پراخه تجربه لري. په دې ډول کړنو کې پاکستان لپاره یوازې مادیات ارزښت لري؛ که له دین څخه د اوښتو، دین مقدساتو ته د سپکاوي او یا هم بله هره ناقانونه چاره وي پاکستان یې کولو ته هر وخت پوره چمتووالی لري، ځکه پاکستان د فعالو هغو عناصرو په څیر دی چې په هر ډول تعاملاتو کې کتلست ته اړتیا نه لري او د ګټو لپاره هر ډول کړنو ته تیار دی.

پاکستان د اسلام پاللو سرسخته مدعي دی او په خپله خاوره کې یې د دیني زده کړو په نامه لوی لوی مرکزونه جوړ کړي، خو بیا له همدې مدرسو څخه افغانستان او نورې نړۍ ته تروریزم صادروي؛ ځکه په همدې مرکزونو کې د دیني زده کړو په بهانه خام مواد چې زلموټي دي وسله والو بریدونو لپاره روزي او بیا یې د خپلو ګټو لپاره هر ځای چې وغواړي لیږي او خپلو شومو موخو ته د رسیدنې آله یې ګرځولې ده، چې په روژې مبارکه میاشت کې په سعودي عربستان مهمو ځایونو باندې د پاکستانيانو ځانمرګي بریدونه یې ښې بیلګې دي او پاکستان د بل چا څخه د ګټو لاسته راوړلو لپاره دا ډول نمک حرامي له خپل یو لوی بادار سره وکړه.

له یادو بریدونو او په اروپا کې د پاکستانیانو ناقانونه کړنو څخه وروسته د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډکامرون په څرګندو ټکو د رسنیو ته وویل چې پاکستان د تروریزم ستر صادروونکی هیواد دی، نو ځکه خو اروپا ، امریکا او د پاکستان نږدې دوست عربي نړۍ هیوادونو ته په کار دي چې د پاکستان په اړه په خپلو پالیسو کې پراخ بدلون راولي او په دې تړاو له ډيرې محتاطۍ او ځیرکۍ څخه کار واخلي، ځکه داسې ښکاري چې پاکستان اوس له یوې خوا وږی شوی او له بلې خوا پرې د یو شمیر هیوادونو باور په کمیدو دی؛ نو ځکه خو د لیوني سپي په څیر هر لور ته خوله اچوي او چې هر څوک په مخه ورغلل له داړلو یې ډډه نه کوي.

نو نړیوالو او هغوي چې له پاکستان سره اړیکې پالي د پاکستان هر ډول کړنې دې په جدي وڅاري ګنې پاکستان به نه یوازې دا چې اوس بلکې وروسته هم تر هر بل وخت ډیر پر دښمن سربیره د خپلو بادارانو لپاره هم ستر ګواښونه رامنځته کړي، چې بیا به یې کابو کول ناشوني وي او دوستي به یې هم بې له زیانه کومه ګټه ونه لري، لکه چې شاعر وايي :

دشمن دانا که غم جان بود —- به از آن دوست که نادان بود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *