تاند- له پیسو مینځلو او د تروریزم له مالي ملاتړ سره د مقابلې نړیوالې ادارې یو وار بیا پاکستان د تروریزم د مالي ملاتړ کوونکو هیوادونو په لیست کې شامل نه کړ.
(په لومړي سر کې ویل شوي و چې پاکستان په دې لیست کې شامل شو، خو وروسته وویل شول چې دا خبره سمه نه ده.)
مخکینی راپور
په دې لیست کې د پاکستان د شاملېدو وړاندیز د امریکا متحدو ایالتونو وکړ او بریتانیا، فرانسې او جرمني یې ملاتړ وکړ.
راپورونه وايي چې د پاریس په غونډه کې چین، ترکیه، او د خلیج د همکارۍ شورا عرب هیوادونه په پیل کې له دې سره موافق نه ول چې پاکستان په دې لیست کې شامل شي، خو پرون /پنشجنبه/ دغو هیوادونو هم ومنله چې پاکستان باید د پیسو مینځلو او د تروریزم د ملاتړ په خاطر په تور لیست کې شامل شي.
د FATE په نوم بین الحکومتي اداره، چې ۳۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، په ۱۹۸۹ م کال د پیسو مینځلو او د تروریزم د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.
دا اداره، چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی، د غیرقانوني تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوي.
پاکستاني چارواکو مخکې تر مخکې اندېښنه ښکاره کړې وه چې که په دغو لیستونو کې یې هیواد شامل شي، اقتصاد به یې زیانمن شي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د FATE بین الحکومتي ادارې په لیست کې د پاکستان شمولیت به د دغه هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړي.
د پاکستان د تروریستي ضد ادارې یوه پخواني رييس خواجه خالد فاروق ویلي، که پاکستان د تروریزم د څارنې په لیست کې شامل شو، د پاکستان د څارنې لار به لا ډېره هواره شي.
د فاروق په وینا دا به د پاکستان اقتصاد ته سخت تاوان واړوي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې هلې ځلې کولې چې په دغو لیستونو کې شامل نه شي.
لوېدیځو دیپلوماتانو او پاکستاني چارواکو ویلي وو چې که په دغه لیست کې پاکستان شامل شو، په دې هیواد کې به د بهرنیو پانګوالو او کمپنیو پانګونه سخته شي.
امریکا ګواښ کړی چې د پاکستان پر ضد به سخت دریځ خپل کړي ځکه چې د امریکا په وینا پاکستان د سختدریځو ملاتړ کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو د پناهځایونو په خاطر تېره میاشت دغه هیواد ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته وځنډوله.
له بلې خوا د پیسو مینځلو او د تروریستانو د مالي ملاتړ د مخنیوي ادارې په تور لیست کې د ایران شمولیت د ۴ میاشتو میاشتو لپاره وځنډاوه.
اللهم اهلک الظالمین بالظالمین. یا الله ته ظالمان د ظالمانو په وسیله هلاک کړې او دا سلسله یې همداسې پسې وغزوې چې د تورلینګیو غول په لینګیو روان وي او خلک په لومړي ځل د توراو زېړ رنګ د ترکیب بدررنګي وویني
مرغک جستي ، جستي ، آخر بدستي.
لکه چې زمونږ مظلومانو دعا قبوله شوه او پنجاب د افغانانو آزار وواهه. یا الله ته خو یې پنځه ټوټې کړې.
salam yara der dorough lekie
مبارک مو شه خلکو. الله پاکستان تباه او برباده کړی لکه چه زمونږ ملت او زمونږ دین یی د تور مخو طالبان په وسیله بد نامه کړ