تاند- افغان او پاکستاني سرچینې وايي چې ممکن د پاکستان پوځ نن /شنبه/ اجازه ورکړي چې د پاکستان سرحدي مامورین د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیزي.

دا لارې د فبرورۍ په نیمايي کې د لاهور او سند له حملو وروسته بندې کړای شوې او د پاکستان پوځ پلمه وکړه چې انتحاري حمله کوونکي د افغانستان له خاورې ورغلي وو.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو مسوولان وايي چې په شاوخوا یوه میاشت کې د لارو د بندېدو له کبله یې ډېر مالي تاوان کړی دی.

دوی وايي، د دې لپاره چې په دواړو لارو کاروبار پښتانه کوي او د دواړو خواوو اوسېدونکي هم پښتانه دي، پنجابي پوځیان هغوی ته په لوی لاس تاوان اړوي.

د پاکستان د پارلمان ځینو غړیو ویلي چې که دا وهم مني چې انتحاریان له افغانستانه ورغلي دي، انتحاریان هیڅکله پر رسمي لارو تګ راتګ نه کوي او نه د انتحاري حملې لپاره وېزه اخلي بناً د لارو بندول هسي پلمه او د ولسونو ځورل دي.

د چارو ځیني کتونکي بیا وايي چې د پاکستان واکمنان تر دې هم لوړ هدفونه په ذهن کې لري. د دوی په باور پاکستان، چې په درسته نړۍ کې د تروریزم په پالونکي هیواد مشهور شوی، غواړي په دې ډول اقداماتو ځان د تروریزم او هغه هم د افغانستان له لوري د صادرېدونکي تروریزم قرباني وښيي.

د چارو کتونکي وايي، پاکستان هڅه کوي چې دنیاوالو ته ووايي چې که له افغانستانه وسله وال طالبان د حملو لپاره پاکستان ته اوړي او افغانستان یې مخه نه شي نیولی، پاکستان هم پر افغان طالبانو کنټرول نه لري او د دغه هیواد له خاورې د حملو لپاره افغانستان ته اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *